logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عادي او پراختیایي بودجې په مصرف کې پر روڼتیا او موثریت ټینګار

slider-image

 

کابل ۱۳۹۹،د زمري ۲۶ مه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ۱۴۰۰ کال پروژو د ارزونې ناسته، د ۱۳۹۹یم کال د زمري پر ۲۵مه د دې ادارې د مالي او ادارې معین محمد یوسف حمیدیان په مشرۍ تر سره شوه.
په دې ناسته کې چې د مرکزي ادارې رییسانو شتون درلود، د عادي او پراختیایي بودجې د مصرفولو راپور په اړه خبرې اترې وکړې. په پیل کې د دې ادارې مالي او حسابي رییس عبدالنصیر رحیمي خبرې وکړې او د ۱۳۹۹یم کال د مصرف شوې عادي او پراختیایي بودجې راپور یې وړاندې کړ.
ښاغلي رحیمي وویل، چې د کرونا وایروس د خپرېدو په وجه ځینې پروژې د مالي پلان اړوند نه دي تر سره شوې او دغې موضوع د بودجې د لګولو په برخه کې منفي تاثیرات رامنځته کړي دي.
د ناستې په اوږدو کې دچاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین محمد یوسف حمیدیان له ټولو ریاستونو وغوښتل چې د ټولو پراختیایي او عادي پروژو د مصارفو د روڼتیا په برخه او د مالي منابعو د پر وخت اجراآتو مدیریت په لاس کې واخلي.
وروسته د ۱۴۰۰کال لپاره د پیش بیني شویو پروژو په اړه نظریات وړاندې شول او پرېکړه وشوه چې د نوي کال د بودجې د دفاع لپاره لازم اسناد چمتو کړل شي. د دې ادارې مالي او اداري معین ټولو ریاستونو ته هدایت ورکړ، چې د ۱۴۰۰کال د پروژو لپاره روڼتیا او موثریت په نظر کې ونیسي، اساسي تمرکز د چاپېریالي چالشونو د مدیریت او د هېواد د منابعو او طبعي ارزښتونو د ښې ساتنې په برخه کې ولري.
ده ټینګار وکړ چې خلکو ته د ځواب ویلو په برخه کې روڼتیا او اغېزمنتیا له ټولو پروژو لومړیتوب لري او ټولې څانګې مکلفې دي، چې د افغانستا اسلامي جمهوري دولت د ملي موخو اړوند د چاپېریال ساتنې د امر مطابق خپلې برنامې تنظیم کړي.

Aug 19, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021