د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC له سیمه‌ییز مشر او ورسره پلاوي سره وکتل

slider-image

١٤٤٧کال د محرم الحرام ٥مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) له سیمه‌ییز مشر ښاغلي الکساندر او د افغانستان لپاره د IFRC له مسؤل ښاغلي سمیع سره وکتل.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس الکساندر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلی ووایه او د افغانستان د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو یې ورسره بحث او خبري وکړې.


نوموړي وویل افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی. وروستیو کلونو وچکالۍ، بې وخته سیلابونو او د طبیعي پېښو زیاتوالي زموږ ټولنې له جدي ګواښونو سره مخ کړې دي. د دغو ستونزو پر وړاندې مبارزه یوازې د ملي هڅو له لارې نه، بلکې د نړیوالو همکارو ادارو په مټ ممکنه ده. موږ د IFRC په څېر بنسټونو ته اړتیا لرو ترڅو د ظرفیت لوړونې، علمي تبادلې او دوامدارو ابتکاري پروژو له لارې له افغان حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
ښاغلي خالص دا هم وویل چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره چمتو ده له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره ګډې تخنیکي طرحې او پلانونه شریک کړي، ترڅو په پلي کېدو سره يې لازم اقدامات ترسره شي.


ورپسې د IFRC سیمه‌ییز مشر ښاغلي الکساندر د افغانستان له خلکو او مسؤلو ادارو سره د مرستې ژمنه تازه کړه او ویې ویل موږ د افغانستان له اقلیمي بدلون له ننګونو څخه خبر یو او دا مسؤلیت ګڼو چې د طبیعي ناورینونو د خطرونو د کمښت، د ټولنیزو زیربناوو د پیاوړتیا او د خلکو د چمتووالي لپاره له اړونده ادارو سره کار وکړو.
ښاغلي الکساندر څرګنده کړه نړیوال فدراسیون به هڅه وکړي څو د افغانستان له اقلیمي بدلون او بشري اړتیاوو سره سم د ملاتړ نوې لارې چارې رامنځته کړي او اقلیم محوره پروژې پیاوړې کړي.


په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د طبیعي پېښو د خطرونو ارزونه او مخنیوی، د محلي ټولنو د چمتووالي د کچې لوړول، د عامه پوهاوي پراختیا، د دوامداره پرمختګ لپاره د ګډو پلانونو ترتیب او د تخنیکي ټیمونو تر منځ د همغږۍ سیستم پر جوړولو مفصل بحث ترسره کړ او پرېکړه یې وکړه چې د نږدې همکاریو، د پلانونو شریکولو او پر وخت همغږۍ له لارې به یادو اهدافو ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه اخلي.


خدمات

تلپاتې پراختيا

د افغانستان اسلامي جمهوريت دملګرو ملتوونودغړي په توګه د تلپاتې پراختيا دموخو تطبيق ته ژمن دی او د وزيرانو دعالي شورا (20/07/1394) نېټې د(16) مصوبې د(4) فقرې په اساس داقتصادوزارت موظف دی ترڅو د(A-SDGs)تلپاتې پراختيا د کاري بهير،همغږۍ او موثره موخو څخه نظارت او ارزونه وکړي او د هغو د پلي کېدو د څرنګوالي منظم راپورونه په کلني ډول ترتيب او د وزيرانو عالي شورا او د ډيپلوماټيکو مراجعو له لارې...

طبیعی میراثونه

د طبيعي ميراثونو رياست له ۱۳۸۴ کال څخه راپدېخوا د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په چوکاټ کې د چاپېريال ساتنې د قانون شپږم فصل ته په کتو د هېواد طبيعي زېرمو د تنظیم، ساتنې او نظارت په برخو کې فعاليت کوي.
د رياست کاري کړنلاره:
د ذيربطو ارګانونو سره په ګډه د حفاظتي برنامو پېژندل، جوړول او تنظیمول او د افغانستان د کليدي طبيعي زېرمو څخه چې پکې ځنګلونه، څړځايونه، وحشي ژوند، ساتل شوې ...

د اقلیم بدلون

داقلیم بدلون اوسازګاري ریاست د‌ډیرپام وړاړتیا پر بنسټ په ۱۳۸۹ کال کي د چاپیریال ساتني ملي اداري په چوکات کي تاسیس شو دغه ریاست د اقلیم بدلون او دهغه د ناوړي اغیزو په بشری ټولنو او طبیعي زیرمو باندي او همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د تړونونو پر بنسټ د اقلیم بدلون د کنوانسیون UNFCCC د موخو د پلي کولو په اړه فعالیت.
موخي :د اقلیم بدلون او سازګاري ریاست د اقلیم بدلون کنوانسیون د موخو د پلي کولو په...

نظارت او تفتیش

د چاپېريال ساتنې ادارې د نظارت او تفتيش ریاست په کال ۱۳۸۹ ل.ل کې د معاشاتو د رتب سيستم د تطبيق په اساس د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په تشکيلاتي چوکاټ کې منظور او رامنځ ته شو، چې په لومړي کال کې د پنځه آمريتونو او دمګړی د لاندې څلورو آمريتونو درلودونکی.
• د چاپېريالي پاليسيو او ستراتيژيو د تطبييقولو پر سر د نظارت او تفتيش آمريت
• د جامدو او اوبلنو کثافاتو يا خځلو د نظارت او تفتيش آمريت