logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د زرغون اقلیم صندوق (GCF)له سکرتریت سره د پېژندل شویو سوژه نامو د پروژو په تړاو د افغانستان دولت دویمه مشورتي ناسته

slider-image

 

کابل- ۱۳۹۹د وږي ۱۱مه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د زرغون صندوق اقلیم له سکرتریت سره په ګډه د سوژه نامې د پېژندل شویو پروژو په اړه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نړیوالو اړیکو او پالیسۍ معین ادریس ملیار په مشرۍ، د یاد صندوق د برنامو د رییس پا اوسمان جارجو په ویدیویو حضور، د وزارتونو نماینده ګانو او اړوندو دولتي ادارو، د(MIEs) د څو اړخیزه پلي کوونکو نهادونو سره د ویدیویي کنفرانس له لارې د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې دویمه مشورتي ناسته ترسره کړه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي ملیار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رهبرۍ په استازیتوب، د زرغون صندوق اقلیم سکرتریت د رهبرۍ د شپږویشتمې ناستې په اوږدو کې د افغانستان د لمړنۍ پروژې د تاییدولو په اړه د تخنیکي همکارۍ قدرداني وکړه.
ده په هېواد او په ځانګړې توګه په پروان کې د ورستیو راوتلو سېلابونو ناوړه پېښو ته په اشارې سره وویل: افغانستان په منطقه کې د اقلیمي بدلون د ناخوښو زیان منونکو هېوادونو له جملې څخه دی او د دغه ستونزو د حل په برخه کې د زرغون صندوق اقلیم له جملې څخه د اقلیمي بدلون نړیوالو مالي مېکانېزمونو ته لاس رسی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین روښانه کړه: نننۍ ناسته د زرغون صندوق اقلیم لپاره د افغانستان د پاتې پېژندل شویو سوژه نامو د پروژو په تړاو د لا زیاتو نظریاتو د تبادل په پار دایره شوې ده.
د دې ناستې په اوږدو کې له وزارتونو او دولتي ادارو څخه د اقلیمي بدلون د اثراتو د سازګارۍ  او د شنو خونو د ګازونو د پراختیا مخنیوي په برخه کې د ۴۱۸میلیونه ۵۰۰ زره امریکایي دالرو په ارزښت د آتو سوژه نامو پروژې تر لاسه شوې دي، او په دې برخه کې د زرغون صندوق اقلیم له سکرتریت سره په همدې تړاو بحث تر سره شو او په پای کې په دې پرېکړه وشوه چې د نظریاتو تر لاسه کولو ورسته د یادو پروژو پیشنهادي طرحې چمتو او د دغه صندوق سکرتریت ته ولېږدول شي.

د یادولو وړ ده چې ځینې سوژه نامې چې یو نیم میلون امریکایي دالرو وړتیا لري، له همدې مبلغ څخه ګټه اخیستل شي.

Sep 2, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021