logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د کندهار ولایت له صنعتکارانو سره وکتل

slider-image

 

۱۳۹۹د وږي۲۳مه، کندهار
د چاپېریال ساتنې ملې ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي او ورسره پلاوي د کندهار ولایت په مقام کې د کندهار د صنایعو او کانونو، کرهڼې او مالدارۍ او سوداګریزو خونو له مسولینو، ښځو او صنعتکارانو سره وکتل.
د غونډې په پیل کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي له پانګوالو مننه وکړه، چي په هېواد کې له شته ناخوالو سره سره  د هیواد د اقتصادي ودې په موخه په هیواد کې دننه پانګونه کوي او د همدې ترینګلي حالت په اوږدو کې خلکو ته د کار زمینه مساعده وي، ده زیاته کړه: صنعت د یوه هېواد اقتصادي وده پر پښو دروي او د یوه هېواد د اقتصادي ودې د پراختیا سبب کېږي؛ خو د دې تر څنګ صنعت کاران باید د یوه ښه چاپېریال د درلودولو لپاره هم کار وکړي، د چاپېریال د ککړتیا سبب نه شي تر څو د اقلیمي بدلون لپاره بد ثابت نه شي، ده په دې تړاو په هېواد کې ورستیو راوتلو سېلابونو ته ګوته ونیوه او غوښتنه یې وکړه چې د صنعتي پارکونو د زرغونیتا تر څنګ دې د کندهار ښار د زرغونتیا په برخه کې هم هڅې وشي، تر څو راتلونکو نسلونو ته یو خوندي او پاک چاپېریال په میراث پاتې شي.
ورپسې د کندهار ولایت مرستیال والي فیصل شیرزي صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د سوداګرو او صنعتکارانو د پانګونې په برخه کې، امنیت، غوره چاپیریال او د شته اسانتیاوو برابرول د حکومت دنده ده او په دې برخه کې به ولایتي اداره د تل په څېر هر اړخیزې هڅې کوي؛ تر څو سوداګرو او صنعتکارانو ته خوندي چاپېریال رامنځته کړي.
د ناستې په اوږدو کې ګډونوالو د صنعت پر وړاندې د پرتو خنډونو، چاپېریالي جوازونو د اخیستو په برخه کې د اسانتیا د رامنځته کولو، د ښځینه صنعتکارانو لپاره د کره او غوره ځای پر برابرولو او ځينو نورو مسایلو خبرې اترې وکړې او په دې تړاو یې خپل وړاندیزونه د ادارې له استازو سره شریک کړل. دوی په دې برخه کې له مرکزې ادارې غوښتنه وکړه؛ تر څو د دې ستونزې د حل لپاره په ولایتونو کې د ادارې دویمو واحدونو ته پوره صلاحیتونه ورکړي.
په پای کې ښاغلي میوندي وویل: ولایتونو ته په تریجي توګه د صلاحیتونو لېږد ادامه لري او د جوازونو تر لاسه کولو په برخه کې د پام وړ اسانتیا رامنځته شوې؛ خو لاهم په دې برخه کې هڅې روانې دي چې پانګوالو ته لا ډېره اسانیتا برابره کړو.

Sep 14, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021