logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

له هوا ککړتیا سره د مبارزې په موخه د عامه پوهاوي ملي کمپاین پیلېدل

slider-image

 

د تلې ۱۳مه/ کابل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په همکارۍ د (رسنۍ، مدني ټولنې او چاپېریال) تر عنوان لاندې له هوا_ککړتیا سره د مبارزې په موخه د عامه پوهاوي ملي کمپاین پیلېدلو په تړاو د دې ادارې د کول حشمت د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه چې پکې د عامې روغتیا، کلیو پراختیا او بیا رغاونې، کرنې او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او ترافیکو ریاست معینانو او رئیسانو، مدني ټولنې غړو او خبریالانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هوا ککړتیا یې جدي ستونزه وبلله، ده زیاته کړه: د دې غونډې د جوړیدو موخه همدا ده چې د ژمي له رسېدو څخه مخکې باید د هوا ککړتیا مخنیوی وکړو، په همدې موخه د اطلاعاتو او فرهنګ او چاپېریال ساتنې ملي اداره غواړي چې د ژمي له را رسېدو  څخه مخکې د اړوندو ادارو، رسنیو او مدني ټولنو په همکارۍ د مختلفو لارو چارو په واسطه خلکو ته د هوا ککړتیا د زیانونو په هکله عامه پوهاوی ورکړي.
ښاغلي صدیقي وویل: موږ هڅه کوو چې د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو سونګ سیسټمونه اصلاح او د تصفیې فلترونه پرې ولګوو که څوک سرغړونه کوي عدلي او قضایي ارګانونو ته به یې ور وپېژنو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین عبدالمنان شیوای شرق له هوا ککړتیا سره مبارزه او چاپېریال ساتنه د هر وګړي مسوولیت وباله او ژمنه یې وکړه چې له شته امکاناتو څخه په استفادې به له هوا ککړتیا سره د مبارزې په موخه د رسنیو او د دې وزارت د ټولو ولایتي ریاستونو له لارې هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړي.
ښاغلي شرق وویل: موږ د هېوادوالو د عامه پوهاوي لوړولو لپاره ډیرې برنامې پلان کړې چې په تطبیق سره به یې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي. نوموړي په ټولو ادارو غږ وکړ چې له هوا ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې لاسونه سره ورکړي او د پاک او خوندي چاپېریال لپاره هڅه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ معین هم د هوا ککړتیا د لاملونو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: که څه هم د کورونا وبا ورځ تر بلې په کمېدو ده، خو د هوا ککړتیا له امله هغه کسان چې په دې او نورو ناروغیو اخته وي؛ نو له جدي ستونزو سره به یې مخ کړي په همدې خاطر موږ باید هڅه وکړو چې د ژمي له را رسېدو څخه مخکې دغه ستونزه حل شي.
د مدني ټولنې استازي او کابل ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس هم ویناوې وکړې او له هوا ککړتیا سره یې د مبارزې په برخه کې د اړوندو ادارو په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د رسنیواو مدني ټولنو ونډه هم په چاپېریالي موضوعاتو کې ډېره کمرنګه ده، چاپېریال ساتنه چې حیاتي موضوع ده، رسنۍ او مدني ټولنې باید د عادي برنامو په پرتله دې موضوع ته ډیره پاملرنه وکړي.

Oct 5, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021