logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په چاپېریال ساتنه او د هوا له ککړتیا سره په مبارزه کې د رسنیو په ونډه ټینګار

slider-image

 

د لیندۍ ۱۲مه نېټه/ کابل
د چاپېریال ملي ادارې پرون ماښام د لیندۍ په ۱۱مه نېټه د ملي او نړیوالو رسنیو له مسوولینو سره د چاپيریالي موضوعاتو ، له هواککړتیا سره د مبارزې، ګډې همکارۍ، د اړیکو د ټینګښت، او د دې ادارې د فعالیتونو او اقداماتو د انعکاس کېدو په موخه، مشورتي غونډه وکړه.
په دې ناسته کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، مسلکي معین انجنیر عزت الله صديقي، د مالي او اداري چارو معین محمد یوسف حمیدیان، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر استازي مولانا فرید او د رسنیو مسوولینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د رسنیو د مسوولینو له ګډون څخه مننه وکړه  او د دې ادارې د فعالیتونو، چاپېریالي ګواښونو او له هواککړتیا سره د مبارزې په برخه کې یې د دې ادارې د ونډې او خاصتا د کابل ښار د ککړتیا په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي میوندي زیاته کړه: د هوا ککړتیا یوه جدي نړیواله ننګونه ده او افغانستان هم له دې ګواښ څخه په امان کې نه دی، د نړیوال روغتیايي سازمان څېړنې ښیي چې هرکال د 7 میلیونو څخه زیات خلک د هوا ککړتیا له امله مري. نوموړي د هواککړتیا او چاپېریالي ستونزو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو پر فعاله ونډه ټینګار وکړ او د رسنیو پر مسوولینو یې غږ وکړ چې له هواککړتیا سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي. ده وویل: هغه څه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پورې تړاو لري، موږ به یې د رسنیو له لارې په صادقانه توګه له ولس سره شریک کړو، له رسنیو مو هیله همدا ده چې د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د خلکو په عامه پوهاوي کې ونډه واخلي او اړوندې ادارې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي.
ورپسې د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د کابل ښار د هواککړتیا د کیفیت د څارنې او ارقامو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: د چاپېریال ساتنې ملي اداره هره ورځ د خپلو وسایلو او امکاناتو په ذریعه د کابل ښار له بیلابیلو سیمو څخه معلومات راټولوي او دغه ارقام ښیې چې په تېرو دوو میاشتو کې په کابل ښار کې د هوا ککړتیا زیاته شوې ده.
 ښاغلي صديقي زیاته کړه: د عامه ټرانسپورت تنظیم، د موټرو د تخنیکي چارو د تفتیش چکونو نشتوالی، د خامه سړکونو شتون، په کابل ښار کې د دوامداره بریښنا نشتون، د تولیدي او صنعتي فابریکو ستونزې او د ګازو د نرخ نه کنټرول هغه ستونزې دي چې د کابل ښار هوا یې ککړه کړې ده.
همدا راز د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس کاظم همایون هم د خپلو کړنو او اقداماتو په هکله ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: موږ د اړوندو ادارو په همکارۍ توانېدلي یو چې 4078 فعالیتونو څخه چې په هغه کې 588 لوړپوړیزه ودانۍ هم شاملې دي، څارنه وکړو. د دې څارنو په پایله کې اکثره فعالیتونه اصلاح شوي او پاتې نورو ته یې د لیندۍ تر ۱۵مې نېټې پورې وخت ورکړل شوی؛ که چېرته د قوس تر ۱۵مې نېټې پورې دوی خپل فعالیتونو اصلاح نه کړل او زموږ لارښوونې یې عملي نه کړې، نو فعالیتونو به یې بند او څارنوالۍ ته به معرفي شي.
وروسته د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر او د سهار د شپږ نیمو بجو ناستو غړي مولانا فرید د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې د ادارې د کړنو او اقداماتو څخه ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه: که د ښارګوټو، اصنافو او لوړپویزو ودانیو مالکین له چاپېریالي قوانینو څخه سرغړونه وکړي؛ نو د شپږ نیمو بجو په ناسته کې به له سرغړونکو سره جدي چلند وشي.
د غونډې په پای کې د هواککړتیا سره د مبارزې او چاپېریال ساتنې په برخه کې د رسنیو مسوولینو خپل نظرونه، وړانديزونه او مشورې وړاندې کړې او ویې ویل چې د دې ادارې اجرائیوي صلاحیتونه بايد ډېر، عامه پوهای او اطلاع رسونه نوره هم زیاته شي او موږ د رسنیو د مسوولینو په توګه ژمنه کوو چې له هوا ککړتیا سره د مبارزې په برخه به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره هر اړخیزه همکاري کوو.

Dec 3, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021