logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د کتاب لوستلو او چاپېریالي مقالو لیکلو لومړنۍ سیالۍ کټونکو ته جایزې ورکړل شوې

slider-image

د لیندۍ ۱۹مه نېټه   کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا نن د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د دې ادارې د کول حشمت خان د غونډو په تالار کې د کتاب لوستلو او چاپېریالي مقالو لیکلو لومړنۍ سیالۍ کټونکو ته جایزې ورکړل شوې.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، د دې ادارې د مالي او اداري چارو معین محمد یوسف حمیدیان، رئیسانو، مدني او چاپېریالي فعالانو، د پوهنتون استادانو، محصیلنو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د دې ادارې د مطبوعاتي چارو سلاکار سیدمیثم احساني د دې برنامې د جوړېدو د څرنګوالي، د سیالۍ د ګټونکو د غوراوي او د دې سیالۍ د جوړیدو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: زموږ موخه همدا وه چې د چاپېریالي موضوعاتو په تړاو د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، چاپېریالي فرهنګ ترویج شي، چاپېریالي موضوعات تر هر کوره ور ورسیږي او په چاپېریال ساتنه کې د مدني ټولنو، چاپېریالي فعالانو او خلکو ونډه زیاته شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: افغانستان سره له دې چې له امنیتي او نورو ډول ډول ستونزو سره مخ دی؛ خو بیا هم خلک چاپېریالي موضوعاتو ته لېواله دي او په داسې سیالۍ کې ګډون کوي چې موضوع یې چاپېریال ساتنه ده، زه خوښ یم چې د لومړي ځل لپاره موږ داسې سیالي په بریالیتوب سره ترسره کوو. ده وویل: د تخنیکي فعالیتونو سربېره د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړول اړینه چاره ده او دې موضوع ته باید جدي پاملرنه وشي.
ښاغلي میوندي وویل: اقلیمي بدلون، دهوا، اوبو او خاورې ککړتیا او نورې چاپېریالي ستونزې هغه څه دي چې موږ ورسره لاس او ګرېوان یو، د نړیوال روغتیایي سازمان موندنې ښیي چې اوسمهال هر کال د هوا ککړتیا له امله په ټوله نړۍ کې کابو ۷ میلیونه وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ نو موږ ټولو ته اړینه ده چې له هوا ککړتیا سره جدي مبارزه وکړو. په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیات بنسټونه د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په برخه کې مسوول دي په داسې حال کې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دنده د هوا د څرنګوالي تشخیص او ارقامو راټولول، د پالیسیو جوړول او د چاپېریالي چارو څارنه ده؛ نو ټولو هېوادوالو، مدني ټولنو، چاپېریالي رضاکارانو، د پوهنتون استادانو او رسنیو ته اړینه ده چې خپل غږ پورته او اړوندې ادارې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي؛ ترڅو شته نېمګړتیاوې لرې شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس زیاته کړه: ډیری خلک دا پوښتنه کوي چې ولې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ډبرو سکرو باندې بندیز نه لګوي، په داسې حال چې افغانستان صادروونکی هېواد دی، موږ ګازو او پاکې انرژۍ ته لاسرسی نه لرو، خلک بې وزله دي، دوامداره برېښنا نشته، منظم ټرانسپورټي سیسټم نه لرو او... دا هغه لاملونه دي چې نشو کولی د ډبرو سکرو د پېر او پلور مخنیوی وکړو او همدا د هوا ککړتیا عمده لاملونه دي، موږ د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یوازې په کابل ښار کې ۹۰ سلنه هوټولونه، حمامونه، سقاوې او د نورو اصنافو سونګ سیسټمونه ګازي کړي دي، د مرکز ګرمیو سونګ سیسټمونو ته مو فلټرونه لګولي او هره ورځ په ډېر جدیت سره د ککړوونکو سرچینو د څارنې لړۍ روانه ده.
د پروګرام په لړ کې مدني فعالې زهرا یګانه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دغه نوښت وستایه، د چاپېریالي فرهنګ په ترویج یې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د خلکو د عامه پوهاوي په لوړولو کې له دې ادارې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د میډیوتیک افغانستان د همغږۍ چارو مسوول عبدالله رسولي د رسنیو او ټولنیزو شبکو د ونډې په هکله وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې هغه لس غوره مقالې چې جایزې یې ګټلي دي په خپلو ورځپاڼو کې چاپ او د چاپېریال فرهنګ د ترویج په برخه کې به له دې ادارې سره همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د کتاب لوستلو او چاپېریالي مقالو لیکلو په سیالۍ کې ۳۱۵۲ تنو ګډون کړی وو چې له دې جملې څخه ۲۱۰ تنو یې په مقالې لیکلو او پاتې نورو یې دکتاب لوستلو په سیالۍ کې برخه اخېستې وه، د کتاب لوستلو سیالي په انلاین توګه تر سره شوه او د جایزو لپاره لس تنه غوره کسان د سیسټم لخو انتخاب او د جایزو ګټونکي شول؛ البته د کتاب لوستلو لپاره لس منابع په ګوته شوې وې او ټوله چاره یې په انلاین توګه ترسره کېده.

د مقالو د شننې او غوراوي لپاره ځانګړې کميټه جوړه شوې وه چې د مقالې لیکلو اصولو په پام کې نیولو سره له ۲۱۰ مقالو څخه ۱۱۰ هغه یې بررسي چې د جایزو لپاره لس غوره مقالې ترې انتخاب شوې.

د مقالې لیکلو په سیالۍ کې لومړی مقام ښاغلي محمد یونس فکور خپل کړ چې د ۷۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت ورته یو لپ ټاپ کمپیوټر ډالۍ شو او د کتاب لوستلو سیالۍ لومړی مقام آغلې ملیحې امین خپل کړ چې هغې ته هم د ۷۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت لپ ټاپ کمپیوټر جایزه کې ورکړل شوه.

په دې سیالۍ کې ټولټال ۲۹ تنو ته جایزې ورکړل شوې چې له لومړي او دویم مقام پرته ۲۷ تنو ګټونکو ته د 12500 افغانیو په ارزښت مبایلونه، ټبلېټونه او د 9000 افغانیو په ارزښت 10 بایسکېلونه په جایزو کې ورکړل شول؛ له دې جملې څخه ښاغلی حزب الله رحماني د پکتیکا ولایت اوسېدونکي، د مقالې لیکلو او هم د کتاب لوستلو په سیالۍ کې برخه اخیستې وه او دوې جایزې (بایسکل او ټبلیټ) یې خپلې کړې
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات
.

Dec 10, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021