logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیمي بدلون په اړه انلاین ناستې ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د پیغام ژباړه

slider-image

 

د بښونکي او مهربان خدای په نامه
جلالتمابانو، اغلو او ښاغلو؛
لومړی غواړم د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ښاغلي ګوترېش، لومړي وزیر جانسن، جمهوررئیس مکرون، جمهوررئیس پینرا او لومړي وزیر کونته څخه د اقلیمي بدلون په اړه د نننۍ انلاین غونډې جوړولو او کوربه توب مننه وکړم. دغه غونډه پخپل وار له کاربن څخه د خوندي نړۍ لپاره یو بل مهم ګام دی. 
د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هیواد دی.
زموږ په هیواد کې د وچکالۍ څرخ په پام وړ ډول رالنډ شوی او په ۳۳ کلونو کې له یو ځل څخه په پنځو کلونو کې یو ځل ته راکم شوی دی. اوسمهال زموږ په هیواد کې موسمي بارانونه، د ژمي پر ځای په پسرلي کې کېږي چې د مرګونو سېلابونو او ځمکو وړلو لامل کېږي. باور دا دی چې په وروستیو څلوېښتو کلونو کې د هیواد سویل ختیځې سیمې یوه نیمه درجه زیاتې ګرمې شوې دي. په بېساري ډول د ځنګلونو لمنځه وړل، په تېرو څلوېښتو کلونوکې د جګړې یوه بله پایله ده.
افغانستان د پاکې انرژۍ د تولید او زرغون صنعت د ایجاد لپاره لوی ظرفیت لري. موږ د لمر، اوبو او باد پریمانه منابع لرو چې د سالم مدیریت په پایله کې د ۳۰۰،۰۰۰ (درې سوه زره) مېګاواټه برېښنا د تولید مجموعي ظرفیت لري.
زرغونه انرژي په افغانستان کې د زرغون صنعت د تحرک لامل کېدای شي؛ په دې برخه کې کار دوام لري. د ټاپي ګازو پایپ لاین او د کاسا زر انرژۍ لېږد په توګه سیمه ییزې پروژې د تطبیق په حال کې دي. موږ په ټول هیواد کې د ابي برېښنا د سټېشنونو د جوړولو په حال کې یوو او د لمریزو او بادي منابعو په برخه کې د هیواد ظرفیتونه ارزوو. پر دې سربېره، «زیمنس انرژۍ شرکت» سره د وروستي هوکړه لیک لاسلیک موږ ته زمینه برابروي چې په سیمه کې په مناسب قېمت د باور وړ او پایداره انرژۍ د تولید په مرکز بدل شو.
افغانستان، دقیق د اسیا په زړه کې موقعیت لري. موږ د سیمې په کچه، د ژوند چاپېریال د همکاریو په بستر د بدلېدو ظرفیت لرو. د اقلیم تغییر نه یوازې په ملي، بلکې د نړۍ په کچه یوه ستونزه ده او د دې ستونزې حل ټولیزو، سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ته اړتیا لري. 

Dec 13, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021