• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اساسي قانون د تصویب اونۍ ولمانځل شوه

slider-image

د مرغومي ۲۰مه نېټه کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا نن د مرغومي په ۲۰مه نېټه د دې ادارې د کول حشمت خان د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د تصویب اونۍ لمانځغونډه جوړه شوه چې پکې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون، عدلیې وزارت او لویې څارنوالۍ استازو، محصلینو او د دې ادارې کارکوونکو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اساسي قانون په تړاو یې مفصلې خبرې وکړې. ده زیاته کړه: اوسنی اساسي قانون د تېرو قوانینو په پرتله ځکه با ارزښته او غوره دی چې دوه بعدي برخې لري، هم اسلامي اصولو ته پابند دی او هم پکې دموکراتيک اصول او د خلکو آزادي خوندي ده.
ښاغلي میوندي وویل: د اساسي قانون د ۱۵مې مادې پر بنسټ د چاپېریال ساتنې ملي اداره رامنځته شوې ده چې د هېواد په کچه د ژوند د چاپېریال ساتنې او د سالم ژوندانه لپاره د زمینې پر مساعدولو مکلفه ده او په دې برخه کې کابو ۲۰ دولتي ادارې مکلفې دي چې د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي پنځه کلن پر پلي کیدو کې له دې ادارې سره په ګډه کار وکړي؛ همدا راز رسنۍ، اکاډميک بنسټونه، علمای کرام، مدني ټولنې او قدرمن هېوادوال مسوولیت لري چې په چاپېریال ساتنه کې رغنده ونډه واخلي.
ورپسې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون سلاکار معرفت الماس د اساسي قانون په هکله هر اړخیزه وینا وکړه  او د اساسي قانون په پلي کېدو کې یې د هېوادوالو همکاري اړینه وبلله.
د غونډې په دویمه برخه کې د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس محمد قاسم رحیمي په کوربه‌توب پنل جوړ شو چې پکې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون، عدلیې وزارت او لویې څارنوالۍ استازو او قانون پوهانو برخه اخېستې وه او د اساسي قانون او چاپېریال ساتنې ملي ادارې پر حقوقي مسایلو، چاپېریالي جرمونو، د خلکو د مکلفیتونو او وجایبو په هکله یې هر اړخیز علمي بحث وکړ.

Jan 12, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021