logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د جوړولو په تړاو مشورتي غونډه وشوه

slider-image

د سلواغې لومړۍ نېټه کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا نن چهارشنبه د مرغومي په لومړۍ نېټه، د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د جوړولو په پار د کابل په سرینا هوټل کې غونډه وشوه چې پکې د اړوندو دولتي ادارو معینانو، رئیسانو، د پوهنتون استادانو او نړۍ‌والو موسسو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د چاپېریال ساتني ملي پالیسۍ د اړتیا او اهمیت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه.
ښاغلي صدیقي وویل: سره له دې چې د چاپېریالي چارو د ترسره کېدو په برخه کې د چاپېریال قانون، مقررې او بېلابېلې کړنلارې موجودې دي، خو ځېنې ستونزې شته لکه: د اړوندو دولتي ادارو تر منځ وظیفوي تداخل، د بعضې مسایلو مبهم والی، اقلیمي بدلون، د هواککړتیا، ناپلانه ښاري پراختیا او نور لاملونه؛ نو جدي اړتیا ده چې د چاپېریال ساتنې ملي پالیسي جوړه شي؛ ترڅو د چاپېریال ساتنې په سکتور کې ټولې دولتي ادارې ښکېلې شي.
نوموړي وویل: د دې پالیسۍ په جوړولو سره به لومړیتوبونه تفکیک او حکومت به وتوانیږي چې په ټولو سکتورونو کې چاپېریالي برخه پیاوړې او د دوامداره او تلپاتې پراختیا موخې تامین شي.
د ناستې په لړ کې د دې ادارې د متخصصینو لخوا د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د محتوا په هکله معلوماتي پرزنتېشنونه وړاندې شول او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
هېره دې نه وي چې د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ مسوده چمتو شوې او د راتلونکي کال د سپټمبر میاشتې تر پایه به بشپړه شي.
د غونډې په پای کې د دې ادارې مسلکي معین د پالیسۍ د لا بډاینې په موخه له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې خپل نظرونه، انتقادونه او وړاندیزونه دې له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریک کړي.
د یادولو وړ ده چې د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د جوړولو ټولې اړوندې چارې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، (UNEP) او اروپایي اتحادیې په ملاتړ ترسره کیږي.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Jan 21, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021