logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقليم زرغون صندوق (GCF) ته په مستقیم ډول د لاسرسي وړ بنسټونو لپاره د اعتبار لیک ترلاسه کولو په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

slider-image

د مرغومي ۳۰مه نېټه  کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په همکارۍ (FAO)  د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې د اقليم زرغون صندوق (GCF) ته په مستقیم ډول د لاسرسي وړ بنسټونو لپاره د اعتبار لیک ترلاسه کولو په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ چې پکې اړوندو دولتي ادارو او خصوصي سکتور استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په ملي، سیمه ییزه او نړۍ‌واله کچه د اقلیمي بدلون له پلوه موجوده ستونزو او ننګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: اوسمهال اقلیمي بدلون د کم ودې هېوادونو په شمول، ټولې نړۍ ته ګواښوونکی دی او د دې معضلې د حل لپاره د اقلیمي بدلون نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو ته لاسرسی اړین دی.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: د اقلیم زرغون صندوق د سترو نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو څخه دی چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او شین کوریزو ګازونو د راکمولو په برخه کې له مخ پر ودې هېوادونو سره مالي مرسته کوي، همدا راز یاد صندوق هر کال یو میلیون ډالره د چمتووالي په پار د مخ پر ودې هېوادونو د پیاوړتیا لپاره ځانګړي کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت هم له نېکه مرغه تر اوسه پورې د چمتووالي په برخه کې ۱،۳ میلیونه امریکایي ډالره ترلاسه کړي دي.
ورپسې د اقلیمي بدلون رئیس روح الله امین د دې ورکشاپ د جوړېدو موخه د دولتي او خصوصي سکتور د ظرفیت لوړول وبلل او د اقليم زرغون صندوق (GCF) ته په مستقیم ډول د لاسرسي وړ بنسټونو لپاره د اعتبار لیک ترلاسه کول یې د هېواد د مالکیت او د اقلیمي بدلون په برخه کې د پروژو د تطبیق لپاره اړین ګام وباله.
د ورکشاپ په لړ کې د دې ادارې د متخصصینو لخوا د اقلیم زرغون صندوق څخه د اعتبار لیک ترلاسه کولو د څرنګوالي، د جندر د پالیسۍ او مالي مینکانیزمونو په تړاو هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.

Jan 25, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021