• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې د مسودې په اړه مشورتي ناسته وشوه

slider-image

د سلواغې ۲۹مه - کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۲۹مه نېټه پارک سټار هوټل کې په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې په اړه مشورتي غونډه وکړه چې پکې د اړوندو ادارو کابو ۶۰ تنو استازو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د چاپېریال ساتنی ملي ادارې د اقلیمي بدلون رئیس انجنیر روح الله امین د نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو او اقلیمي بدلون په برخه کې شته مرستو او فرصتونو ته اشاره وکړه. ده له ګډونوالو وغوښتل چی ددغه ملی سند د لا غني کیدو او بډاینې لپاره باید خپل نظرونه، نیوکې او وړاندیزونه له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریک کړي؛ تر څو په دې سند کې و اوډل شي. نوموړي یادونه وکړه چه دا یو مهم فرصت دی چې موږ د آغاخان، UNDP او ARUP په همکارۍ د اړوندو ادارو له مسئولینو سره  مشورتي غونډه جوړه کړه او موخه مو همدا ده چې یاد سند باید په معیاري او د هېواد د اوسنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړ شي.
ښاغلي امین دغه سند د هیواد لپاره خورا مهم وباله، ځکه چې ددې پر بنسټ به د اقلیمی بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې افغانستان نړۍ والې مرستې تر لاسه کړي، که دا سند هر څومره ستندرد او معیاري وي؛ نو د مرستو په راجلبولو کې به هومره اغیزمن او ګټور ثابت شي.
ورپسې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي محمد سلیم هم د ټاکل شوې ونډی د سند په اهمیت خبرې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې یو با کیفیته سند په جوړوو او په دواړو ملي ژبو پښتو او دري به یې له ټولو هېوادوالو سره شریکوو.
د غونډې په لړ کې د کارپوهانو لخوا معلوماتي پرزنټیشنونه وړاندې شول، د ګډونوالو پوښتنې ځواب او یاده غونډه د ګروپي کارونو په ترسره کولو سره پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې د مسودې سند به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د AKAH، ARUP، UNDP په همکارۍ بشپړ شي.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Feb 21, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021