logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د ښځو نړۍ‌واله ورځ ولمانځل شوه

slider-image

۱۳۹۹کال د کب ۱۸مه  کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا نن (دوشنبه د کب ۱۸مه) د دې ادارې د کول حشمت د غونډو په تالار کې د ښځو نړۍ‌واله ورځ ولمانځل شوه.
په دې مراسمو کې د دې ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، مالي او اداري چارو معین محمد یوسف حمیدیان، د نظارت، پلان او پالیسۍ معین ډاکټر حسیب پایاب، رئیسانو او ټولو ښځینه کارمنو ګډون کړی وو.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د ګډونوالو هرکلی وکړ او ټولو مېرمنو ته یې د ښځو نړۍ‌والې ورځې په مناسبت مبارکي ورکړه. ده وویل: په چاپېریال ساتنه کې د ښځو ونډه خورا با ارزښته او کلیدي ده؛ ځکه ښځې د ټولنې اساس جوړوي، له چاپېریالي ستونزو او د اقلیمي_بدلون له ناوړه اغېزو څخه لومړی همدوی اغېزمنې کیږي.
ښاغلي میوندي وویل: د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو سره د مبارزې په برخه کې ښځو تل له نارینه‌وو سره په ګډه کار کړی او د تېرو څو لسیزو په لړ کې یې د جګړو له امله ډیرې ستونزې ګاللې دي؛ نو موږ باید جدي مبارزه وکړو چې د ټولنې په هره برخه کې د ښځو حقونه خوندي وساتل شي.
نوموړي په تېرو شلو کلونو کې د ښځو د مشارکت او پرمختګ په برخه کې د افغان دولت لاسته راوړنې وستایلې، د دې وطن مېرمنې یې اتلانې وبللې او له ښځو یې غوښتنه وکړه چې د نیالګیو_کېنولو_ملي_کمپاین کې همکاري وکړي.
ورپسې د دې ادارې د جنډر آمرې آغلې نادرې رشیدي ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دې ادارې د جنډر برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ.
د لمانځغونډې په لړ کې د دې ادارې د مشرتابه لخوا ۲۰ تنه ښځینه کارمنې په درېیمه درجه تقدیرپاڼو او ۶۵ نورې هغه د ډالیو په ورکولو و نازول شوې.
د پروګرام په پای کې د ادارې د کارپوهانو (انجنیر آریا او سمیرا سالک) لخوا د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د ښځو د ګډون، د اقلیم_زرغون_صندوق او نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو په تړاو معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Mar 9, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021