logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د کب ۲۰مه،"د سولې او ښېرازۍ نیالګي" تر شعار لاندې ولمانځل شوه

slider-image

 

۱۳۹۹کال د کب ۲۰مه  کابل
 د  نیالګیو کېنولو ملي کمپاین، نن د کب په ۲۰مه د کابل په قلعه مسلم کې د شاندارو مراسمو په لړ کې رسماً پیل شو چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، وزیرانو، د اړوندو ادارو معینانو ، رئیسانو، مدني فعالانو، رضاکارانو، د دې ادارې د ټولو کارکوونکو او د سیمې مشرانو ګډون کړی وو.
د کمپاین په پيل کې ښاغلي میوندي د ګډون والو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: د تېرو څو لسیزو جګړو زموږ د هېواد چاپېریالي وضعیت ډیر خراب کړی؛ نو موږ ته اړینه ده چې په ګډه یو ملي خوځښت رامنځته کړو، شین انقلاب جوړ کړو او د یوه سمسور او ښېرازه افغانستان لپاره هڅې وکړو، د دې کار لپاره اړتیا ده چې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور، مدني ټولنو، اکاډمیکو او ښوونیزو بنسټونو، علمای کرامو او ځوانانو تر منځ قوي او غښتلې همغږي رامنځته شي.
نوموړي وویل: د نیالګیو کېنولو لپاره نوې کړنلاره په پام کې نېول شوې، د دایمي ساتنې او پالنې لپاره یې هم تدابیر نیول شوي دي او دغه ملي پروسه به د ټولو خلکو په ګډون تطبیق شي.
ښاغلي میوندي د ټولنې پر مختلفو اقشارو، علمای کرامو، دولتي ادارو، خصوصي سکتور، اکاډمیکو او ښوونیزو بنسټونو، مدني ټولنو، مېرمنو، د ملکي خدمتونو کارکوونکو، نظامیانو او ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې په دې ملي پروسه کې برخه واخلي او د نیالګیو په کېنولو، ساتنه او پالنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین شیر شاه امیري ژمنه وکړه چې په مرکز او ولایتونو کې به ټولو هغو بنسټونو ته چې د نیالګیو کېنو ته لېواله وي د اړتیا وړ نیالګي ورکړي.
د کابل ښاروالۍ معینې ډاکټرې مهتاب عالمي له ټولو کابل ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د کېنول شوو نیالګو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین ډاکټر امین الدین مظفري وویل: دین زموږ اصلي او اساسي ادرس دی او موږ ته یې د نیالګیو کېنولو، د ونو او بوټو د اهمیت، ساتنې او پالنې په هکله جدي سپارښتنې کړې دي، په ډېرو احادیثو کې ټینګار شوی چې د نیالګیو کېنول صدقه دي، موږ ټول باید په ګډه خپل دیني مسوولیت ادا کړو.
نوموړي ژمنه وکړه چې راتلونکې جمعه به په ټولو جوماتونو کې د نیالګیو کېنولو د اهمیت او ارزښت په اړه د ملا امامانو لخوا خلکو ته تبلیغ وشي. 
همدا راز د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت معین  او د قلعه مسلم سیمې یوه تن سپین ږیري له ټوله هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د یوه نیالګي په کېنولو سره خپل دیني مسوولیت ادا کړي.
د یادولو وړ ده چې نن د کب ۲۰مه په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاینونه پیل شول او د مختلفو برنامو په لړ کې به ۲۵ میلیون نیالګي کېنول شي.

هر افغان یوه ورځ یو نیالګی
د سولې او ښېرازۍ نیالګی

 

 

Mar 13, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021