• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ارشاد، حج او اوقافو وزير: علمای کرام به د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې پراخه ونډه اخلي

slider-image

۱۳۹۹کال د کب ۲۱مه  کابل
 د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په دوام نن (د کب ۲۱مه) د ارشاد، حج او اوقافو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ګډه همکارۍ د حاجیانو په مجتمع کې د نیالګیو په کېنولو  سره په جوماتونو او مدرسو کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین رسماً پیل کړ.
په دې مراسمو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، د دې وزارت معینانو، رئیسانو او د کابل ښار د بېلابیلو جوماتونو او تکیه خانو ملاامانو ګډون کړی وو.

 د غونډې په پيل کې ښاغلي حلیمي د دیني ارشاداتو له پلوه د نیالګیو کېنولو، ساتنې او پالنې په هکله وینا وکړه  او زیاته یې کړه: د انسان د پیدایښت فلسفه همدا ده چې ځمکه اباد کړي؛ نو ځکه خو اشرف المخلوقات او په ځمکه کې د الله تعالی له لوري خلیفه ټاکل شوی.

نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې نیالګي کېنوي، ساتنه او پالنه وکړي؛ ځکه په دې کار کې هم دنیوي او هم اخروي ښېګڼې او ثواپ نغښتی.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي تېرې څو لسیزې جګړې د هېواد د شنو سیمو، طبیعي سرچینو او چاپېریالي وضعیت د خرابیدو لامل وبللې او زیاته یې کړه: موږ ته اړینه ده چې ټول په ګډه یو ملي خوځښت رامنځته کړو، شین انقلاب جوړ کړو او د یوه سمسور او ښېرازه افغانستان لپاره هڅې وکړو، د دې کار لپاره اړتیا ده چې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور سربېره علمای کرام هم باید د چاپېریالي فرهنګ په ترویج کې رغنده رول ولوبوي او خلک د نیالګیو کېنولو، ساتنې او پالنې ته و هڅوي.

د پروګرام په لړ کې درې تنو ګلالیو ماشومانو ته چې یوه یې قران کریم حفظ کړی و، د فضیلت پګړۍ ور په سر او دوه تنه نور یې د ډالیو په ورکولو ونازول شول او یاد مراسم د څو دانو نیالګیو په کېنولو پای ته ورسېدل.

هرا فغان یوه ورځ یو نیالګی
د سولې او ښېرازۍ نیالګی

Mar 14, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021