logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د رحمان بابا په عالي لېسه کې د سولې او ښېرازۍ په نوم نیالګي کېنول شول

slider-image

۱۳۹۹کال د کب ۲۶مه  کابل
 د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ګډه همکارۍ د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په درشل کې نن سه شنبه د کب په ۲۶مه د رحمان بابا په عالي لېسه کې د سولې او ښېرازۍ په نوم نیالګي کېنول شول.
په همدې مناسبت  شانداره مراسم جوړ شوي وو چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم، د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، رئیسانو، استادانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
د پروګرام په پیل کې د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم د چاپېریال ساتنې د ارزښت په هکله وینا وکړه او پر زده کوونکو یې غږ وکړ چې د هېواد په ښېرازۍ او سمسورتیا کې پراخه ونډه واخلي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د هېواد په سمسورتیا او ښېرازۍ کې د ځوانانو او ګلالیو زده‌کوونکو ونډه خورا اغېزمنه او با‌ارزښته وبلله او دوی یې د سولې او سمسورتیا سفیران وبلل.
ښاغلي میوندي تېرې څو لسیزو جګړې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د ویجاړتیا لامل وبللې او ویې ویل چې د دې حالت د بدلون لپاره باید ټول په ګډه یو ملي خوځښت رامنځته کړو، زرغون انقلاب جوړ کړو او د یوه سمسور او ښېرازه افغانستان لپاره کار وکړو.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د رحمان بابا عالي لیسې له زده کوونکو وغوښتل چې په دې ملي پروسه کې برخه واخلي او د نیالګیو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
 د یادولو وړ ده چې  سږ کال به په ټول افغانستان کې ۲۵ میلیون نیالګي کېنول شي او د دې چارې د تطبیق لپاره د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او خلکو تر منځ قوي همغږي رامنځته شوې ده او یواځې د کب ۲۰مه چې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ وه، په ټول هېواد کې د ۳۸زره کسانو په ګډون ۴۵۰ څخه زیات د نیالګیو کېنولو ملي کمپاینونو په لړ تر ۶سوه زرو څخه زیات نیالګي کېنول شوي دي.

هر افغان یوه ورځ یو نیالګی
د سولې او ښېرازۍ نیالګی

Mar 17, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021