logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په صنعتي پارکونو کې د سولي او ښېرازۍ نیالګي کېنول شول

slider-image

۱۳۹۹کال د کب ۲۷مه   کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او صنعت او تجارت وزارت په ګډه همکارۍ د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په لړ کې نن چهارشنبه د کب په ۲۷مه د کابل په صنعتي فابریکو کې د نیالګیو کېنول پیل کړل.
په دې کمپاین کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، د صنعت او تجارت وزیر نثار احمد غوریانی، د دې ادارې د نظارت او پالیسۍ معین حسیب پایاب، رئیسانو او صنعت کارانو ګډون کړی وو.
په پیل کې ښاغلي غوریاني د نیالګیو کېنولو ملي کمپاینونو د جوړولو له کبله د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کړنې وستایلې او ویې ویل: د صنعت او تجارت وزارت د افغانستان په ټولو صنعتي شرکتونو کې د نیالګیو کېنول پیل کړي دي.
نوموړي د نیالګيو په ساتنې او پالنې ټینګار وکړ او صنعت کاران یې د نیالګیو کېنولو ته وهڅول او ویې ویل: څومره چې تاسو صنعت او تجارت با اهمیته دی، همدومره سمسور چاپېریال او ښکلی طبیعت هم باارزښته دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د نیالګیو کېنولو په ملي کمپاین کې د صنعت کارانو رول بااهمیته وباله او ویې ویل: په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې نیالګي کېنول کېدل؛ خو د ادارو تر منځ همغږي ضعیفه وه، امار او ارقام نه ول، د نیالګیو ساتنه او پالنه نه کېده او د خلکو نه لېوالتیا د دې لامل شوه چې ولسمشر د دې ستونزو د حل لپاره ځانکړی حکم صادر کړ.
ښاغلي میوندي زیاته کړه: تېر کال د دولتي ادارو د قوي همغږۍ او د خلکو په ګډون په ټول هېواد کې کابو ۱۷میلیونه نیالګي کېنول شول او سږ کال د نیالګیو کېنولو ملي کمېټه په پام کې لري چې د خلکو په ګډون او د نیالګیو کېنولو نوې ګړنلارې پر بنسټ، په ټول هېواد کې ۲۵میلیونه نیالګي کېنوي چې جدي ساتنه او پالنه به یې کیږي.
ښاغلي میوندي تېرې څو لسیزې جګړې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د ویجاړتیا لامل وبللې او ویې ویل چې د دې حالت د بدلون لپاره باید ټول په ګډه یو ملي خوځښت رامنځته کړو، زرغون انقلاب جوړ کړو او د یوه سمسور او ښېرازه افغانستان لپاره هڅې وکړوږ ده همدا راز له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د نیالګیو په کېنولو، ساتنه او پالنه کې خپل دیني مسوولیت ادا کړي.
د نیالګيو کېنولو له مراسمو وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس او د صنعت او تجارت وزیر د ځېنو فابریکو د فعالیت له څرنګوالي څخه لیدنه وکړه او د قانون مطابق یې د فابریکو د کړنو برابرولو لپاره اړینې لارښوونې وکړې.

 هر افغان یوه ورځ یو نیالګی
 د سولې او ښېرازۍ نیالګی

Mar 20, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021