logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

شاه زمان میوندي: " یوازې د کب پر ۲۰مه چې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ وه، په ټول هېواد له ۶۸۰زره څخه زیات نیالګي کېنول شوي؛ موږ هڅه کوو ټاکل شوي هدف ته ورسېږو "

slider-image

۱۳۹۹کال د کب ۳۰مه  کابل
د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د نیالګیو کېنولو ملي کمېټې رئیس،  شاه زمان میوندي نن (شنبه د کب ۳۰مه) د خبري کنفرانس په ترڅ کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، د نیالګیو کېنولو ملي کمېټې د وروستیو کړنو په هکله ملت ته راپور ورکړ.
په دغه خبري کنفرانس کې د کابل ښاروالۍد ښاري خدمتونو معینې ډاکټرې مهتاب عالمي، د دې ادارې د پالیسۍ او نظارت معین حسیب پایاب، مالي او اداري چارو معین محمد یوسف حمیدیان، د اړوندو ادارو معینانو او رئیسانو ګډون کړی وو.
ښاغلي میوندي وویل: په تېرو کلونو کې نیالګي ایښودل کېدل خو د کره ارقامو نشتون، د ادارو تر منځ نه همغږي، د کېنول شوو نیالګیو د ساتنې او پالنې نشتوالی، د خلکو نه پاملرنه او د نیالګیو کېنولو په پروګرامونو کې د خلکو نه ګډون هغه ستونزې وبللې چې د حل لپاره یې د جمهوري ریاست لخوا حکم صادر شو او د چاپېریال ساتنې ملي اداره مکلفه شوه چې د اړوندو ادارو په همغږۍ د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په سمه توګه مدیریت کړي.
 نوموړي زیاته کړه: تېر کال د اړوندو ادارو تر منځ د پیاوړې همغږۍ او د خلکو په ګډون په ټول هېواد کې  له ۱۷ میلیونو څخه زیات نیالګي کېنول شوي دي چې د دې ادارې سره يې کره او دقیق ارقام ثبت دي. د نیالګیو کېنولو ملي کمېټې سږ کال د ۲۵میلیونه نیالګیو هدف ټاکلی چې د اړوندو ادارو، خصوصي سکټور او ټولو خلکو په ګډون به په ټول هېواد کې کېنول شي. ده وویل: یوازې د کب ۲۰مه چې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ وه، په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو ۴۷۰کمپاینونه جوړ شوي او په ترڅ کې یې ۶۸۰زره نیالګي کېنول شوي، همدا راز ۴۲زره تنو خلکو پکې ګډون کړی چې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې له ۲.۸ میلیونو څخه زیات نیالګي کېنول شوي دي او د نیالګیو کېنولو دا لړۍ په مرکز او ولایتونو کې روانه ده.
ښاغلي میوندي د نیالګیو کېنولو له ملي کمېټې، علمای کرامو، خصوصي سکتور، رسنیو او ټولو خلکو څخه مننه وکړه چې د هېواد په سمسورتیا کې يې برخه اخیستې. ده له ټولو خلکو وغوښتل چې د سالم، سمسور، پاک او ښېرازه چاپېریال لپاره زرغون انقلاب او ملي خوځښت رامنځته کړي؛ ترڅو راتلونکو نسلونو ته پاک او سمسور چاپېریال په میراث پرېږدو.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معینې ډاکټرې مهتاب عالمي هم د نیالګیو کېنولو په تړاو معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: کابل ښاروالۍ تر اوسه پورې د مختلفو کمپاینونو په ترڅ کې د اړوندو ادارو، نړۍ‌والو همکارو موسسو او خصوصي سکتور په همکارۍ د کابل په مختلفو سیمو کې له ۱۴۶ زرو څخه زیات نیالګي کېنولي دي.
نوموړې وویل: هغه سیمې چې د غاصبینو له منګولو خلاصې شوې دي، هغه به هم په شنو سیمو او پارکونو تبدیلې شي.
د یادولو وړ ده چې سږ کال به په ټول هېواد کې د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ ۲۵میلیونه نیالګي کېنول شي.

هر افغان یوه ورځ یو نیالګی
د سولې او ښېرازۍ نیالګی
هرافغان یک روز یک نهال
نهال صلح و سرسبزی

Mar 23, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021