logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریالي همکارۍ د لا پراختیا په موخه د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له استازو سره ناسته وشوه

slider-image

د وري۲۸مه کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د واخان د غونډو په تالار کې پرون د وري په ۲۸مه نېټه د چاپېریالي همکارۍ د لا پراختیا په موخه د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له استازو سره ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د دې ادارې د پالیسۍ، پلان او نظارت معین ډاکټر احمد حسیب پایاب، رئیسانو، د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې حقوقي سلاکار جار‌الله منصوري او ورسره راغلي ټیم ګډون کړی وو.
په پیل کې ښاغلي منصوري د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې د قانون د مسودې او د دواړو ادارو د مشترکو کارونو په تړاو معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ او ټینګار یې وکړ چې د نوي کابل پروژې په تطبیقي چارو کې باید له پیل څخه تر پایه پورې د چاپېریال ساتنې ملي اداره همکاري وکړي.
ښاغلي پایاب وویل: موږ باید د اقتصادي پراختیا او چاپېریال ساتنې/ مدیریت تر منځ توازن وساتو، د چاپېریال او طبیعت ساتنه زموږ بقا تضمینوي، له بده مرغه د بېلابېلو دولتي ادارو لخوا په پراختیایي پلانونو او پروژو کې د چاپېریال ساتنې اصول او شاخصونه په پام کې نه نیول کېږي.
 د چاپېریال ساتنې ملي اداره له اړوندو ادارو سره هر راز همکارۍ ته چمتو ده او په نېږدې راتلونکي کې به د پلازمېنې زون د پراختیا له ادارې سره د همکارۍ د لا پیاوړتیا په موخه تفاهم لیک لاسلیک کړي او په ګډه به یوه تخنیکي او کاري کمېټه جوړوي؛ ترڅو یوځای پراختیایي چارو او نړۍ‌والو مالي میکانیزمونو ته د پروژو یادښتونه (Concept notes) او پروپوزلونه جوړ او له  اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې نړیوالې مرستې تر لاسه کړي. همدارنګه د چاپېریال ساتنې ملي اداره پلان لري ترڅو د څېړنو د ترسره کولو او پروژو د یادښتونو او پروپوزلونو د جوړولو لپاره د دې ادارې تر چتر لاندې یو خپلواک واحد (Research and Development Unit) جوړ کړي.
د دغه واحد په وسیله ترسره کېدونکې څېړنې به د غوره پالیسیو، ستراتیژیګانو او پلانونو په جوړولو کې ګټورې پایلې ولري او په علمي اصولو ولاړ چاپېریال ساتنې ته به زمینه برابره کړي.

Apr 19, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021