logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې د سند (NDC) په هکله د جندر د رول په تړاو غونډه وشوه

slider-image

د غویي ۹مه کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې د سند (NDC) په هکله د جندر د رول په تړاو غونډه وشوه چې پکې د اړوندو ادارو کابو ۴۰ تنو ګډون کړی وو.
په پیل کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس روح الله امین په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې د سند او د هېواد د چاپېریالي وضعیت په اړه وینا وکړه. ده وویل: اوسمهال اقلیمي بدلون یو نړۍ‌وال ګواښ دی چې زموږ هېواد یې هم اغېزمن کړی، وروستۍ وچکالۍ، د هوا ګرموالی، سیلابونه او بې وخته ورښتونه د اقلیمي بدلون ښکاره بېلګي دي. افغانستان د اقلیمي بدلون نړۍ‌وال کنوانسیون ته ژمن دی او هر پنځه کاله وروسته باید په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند باندې بیا کتنه وکړي او نوموړي کنوانسیون ته يې واستوي. که څه هم په مخکیني سند کې د جندر ونډه روښانه نه وه په همدې موخه نننۍ ناسته رابلل شوې؛ تر څو د جنډر ونډه او رول روښانه شي. ده په ګډونوالو غږ وکړ چې خپل نظرونه دې له ادارې سره شریک کړي.
ورپسې د AKAH دفتر استازي محمد علي نظري په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې د سند په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دې سند د بیا کتنې پروژه به د شپږو میاشتو په اوږدو کې د روان میلادي کال د مې میاشتې تر پایه بشپړه شي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سلاکارې ناجیه خروټې وویل: که څه هم افغانستان په اقلیمي بدلون کې کومه ونډه نه لري خو د اقلیمي بدلون له ګڼو ګواښونو سره مخ دی؛ نو اړوندې ادارې او وزارتونه باید د دې ګواښونو د را کمولو لپاره په ګډه کار وکړي.
د غونډې په لړ کې د ښځو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو استازو د خپلو نظرونو په وړاندې کولو سره په دې سند کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او په دې هکله یې د ښځو د ظرفیت په لوړلو باندې ټینګار وکړ. د AKAH دفتر د جندر چارو کارپوه محبوبې ابوي هم د اقلیمي بدلون او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې په سند کې د ښځو د رول د څرنګوالي په اړه معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب او یاده غونډه د ګروپي کارونو په ترسره کولو پای ته ورسېده.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

May 2, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021