logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د نایتروجن د مدیریت په موخه د سویلي آسیا هېوادونو د چاپېریال ساتنې وزیرانو آنلاین غونډه وکړه

slider-image

۱۴۰۰کال د غویي ۹مه کابل
د سویلي آسیا د چاپیریال ساتنې وزیرانو درې ورځنۍ آنلاین غونډه (د غویي په ۷مه) په کولمبو کې د بریتانیا عالي کمیسیون او د سریلانکا حکومت په نوښت د سویلي آسیا د نایټروجن مرکز، د نړۍ‌والو چاپېریالي اسانتیاوو، د نایټروجن د مدیریت سیسټم ، د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP) او د سویلي آسیا د چاپیریالي همکاریو پروګرام (SACEP) په همکارۍ پیل شوه.
دغه ناسته د سویلي آسیا هیوادونو لپاره د اوږدمهاله اهدافو ټاکل دي چې د کرنې او صنعتي فعالیتونو کې د نایتروجن کارول کم کړي. یاده غونډه د اقلیمي بدلون کنوانسیون (COP26) د ۲۶مې غونډې په درشل کې جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې په سریلانکا کې د بریتانیا عالي کمیشنرې سارا هولټون د سویلي آسیا د چاپېریال ساتنې وزیرانو درې ورځنۍ ناسته معرفي کړه او د اقلیمي بدلون کنوانسیون ۲۶ کنفرانس په هکله یې معلومات ورکړل.
د سویلي آسیا هیوادونو د نړۍ‌والو سازمانونو استازو او د چاپېریال ساتنې وزیرانو په دوامداره توګه د نایتروجن د مدیریت او په کرنیزو او صنعتي فعالیتونو کې د هغه د راکمولو لپاره د خپلو د اقداماتو او پلانونو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په لړ کې د دې اداې د پالیسۍ، پلان او نظارت معین ډاکټر حسیب پایاب د افغان دولت په استازیتوب وینا وکړه او ویې ویل: لکه څنګه چې موږ ټول پوهیږو د نایتروجن عنصر د غذایي موادو په تولید، انرژۍ او زموږ په ورځني ژوند کې ډیر رول لري.
له بلې خوا په سمه توګه د دې ګاز نه مدیریت به چاپېریال، روغتیا، ژوند بڼو او ایکوسیسټم ته جدي ګواښ پيښ کړي او ډیرې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې به وزیږوي.
ښاغلي پایاب وویل: د نایټروجن ګاز د ګلخانه‌یې ګازونو له ډلې څخه یو قوي ګاز دی چې د نړۍ‌والې تودوخې او اقلیمي بدلون لامل ګرځي او افغانستان په دې برخه کې له اقلیمي بدلون څخه خورا اغیزمن هېواد دی. ده وویل: د افغانستان د ګلخانه‌یي ګازونو د لړلیک په اساس د ۱۹۹۰-۲۰۱۷ کلونو تر منځ د نایتروجن اکسایډ ګاز په خپرېدو یا انتشار کې د پام زیاتوالی راغلی، یعنې له ۳۲.۲۰۰ ګیګا ګرام څخه ۶۳۴ ګیګا ګرام ته یې د خپرېدو کچه لوړه شوې ده چې د دې لوړیدو لامل ناسم کرنیز فعالیتونه دي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د سویلي آسیا او اقلیمي بدلون کنوانسیون غړو هیوادونو کې د نایتروجن پر دوامداره مدیریت او د هغه په راکمولو ټینګار وکړ.

May 2, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021