logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ژوند بڼو نړيواله ورځ د(موږ د طبيعت د حل لارې يوه برخه يو) تر شعار لاندې د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

slider-image

د غبرګولي لومړۍ نېټه، کابل
 د چاپېريال ساتنې ملي ادارې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، په افغانستان کې د وحشي ژوو د ساتنې موسسې(WCS) په ګډه همکارۍ، د کرنې وزارت د پامير د غونډو په تالار کې د ژوند‌بڼو نړيواله ورځ د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه. په دغه غونډه کې لوړپوړو دولتي چارواکو، د پوهنتون استادانو، محصلينو، د رسنيو استازو او لسګونو کسانو ګډون کړی وو.
په پيل کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبيعي سرچينو عمومي رئيس محمد رفيع قاضي زاده، د ياد وزارت د طبيعي منابعو او اوبو لګولو معين حشمت الله غفوري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ژوند بڼو د ارزښت په اړه يې هراړخيزه وينا وکړه، دوی ژوند بڼې د ايکو سيستمونو د رامنځته کېدو اساس ياد کړ او پر ټولو يې غږ وکړ چې د ژوند بڼو په ساتنه کې خپل مسوليت ادا کړي.
ورپسې د چاپېريال سلاتنې ملي ادارې مسلکي معين انجنير عزت‌الله صديقي هېوادوالو ته د ژوند بڼو نړيوالې ورځې د مبارکۍ تر څنګ، ژوند بڼې د انساني ورځني ژوند، اقتصاد، اقليمي بدلون او نورو برخو سره تړلې وبللې زياته يې کړه: ژوند بڼې د انساني ژوند سره مستقيمې اړيکې لري، چې پرته له ژوند بڼو انساني ژوند نيمګړی دی. همدا رنګه يې ژوند بڼې د هېواد په اقتصادي سير کې اهم توک وباله.
ښاغلي صديقي د افغانستان کوچنۍ جغرافيه د څو ډوله اقليم، ايکوسيستمونو، ځنګلونو، ژوند بڼو،‌ وحشي ژوو او نورو چاپېريالي مورادو وړ جغرافيه ياده کړه، ده وويل چې په دې برخه کې بايد په ګډه د پېښېدونکو ګواښونو مخه ونيسو او په ګډه دغه مسوليت ادا کړو، همدارنګه يې ژوند بڼې د خدای تعالی ج مخلوق ياد کړ، طبيعي پديده يې وبلله او پر ټولو يې غږ وکړ چې د تخريب د مخنيوي په برخه کې يې هلې ځلې وکړي. ده همدا راز د عامه پوهاوي لوړولو په برخه کې د رسنيو له استازو مننه وکړه چې تل يې د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسوليت ادا کړی دی.
د يادې غونډې په اوږدو کې د پوهنتون د استادانو له لوري معلوماتي پرېزېنټېشنونه وړاندې شول، د پنل غړو تر منځ بحث تر سره شو او د ګډونوالو پوښتنو او وړانديزونو ته د پنل د غړو له لوري ځوابونه ورکړل شول.

May 24, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021