logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

شاه زمان میوندي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له کارکوونکو سره مخه ښه وکړه د غبرګولي ۱۸مه/ کال ۱۴۰۰

slider-image

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، نن د غبرګولي په ۱۸مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له درې کاله او اتو میاشتو د لاسته راوړنو ډک خدمت وروسته له معینانو، رئیسانو، سلاکارانو، آمرینو او د دې ادراې له کارکوونکو سره مخه ښه وکړه. په دغو مراسمو کې د ښاغلي میوندي د ارزښتناکو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په ویاړ د دې ادارې ټولو ښځینه او نارینه کارکوونکو ګډون کړی وو.

د ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د ښاغلي میوندي نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او هغه یې یو رښتینی، صادق، کارپوه او غوره مدیر وباله. ده وویل: په کاري چارو کې نوموړي هیڅکه په یوازې توګه پرېکړه نه کوله، هره پرېکړه به یې چې کوله له سلا مشورو وروسته به یې کوله او بل دا چې ټیمي او ګډ کار ته یې ډیر ارزښت ورکاوه.  ښاغلي صدیقي زیاته کړه: په وروستیو څو کلونو کې د ښاغلي میوندي په مشرۍ د ادارې د پرمختګ په برخه کې تلپاتې او نه هیریدونکي کارونه وشول. نوموړي ښاغلی میوندي یو وطن پال او زړه سوانده مشر وباله او ده ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې د دې ادارې د عامه پوهاوي سلاکار سید میثم احساني په بریالیتوب او له لاسته راوړنو ډک ماموریت د بشپړیدو له امله ښاغلي میوندي ته مبارکي ورکړه او ویې ویل: څه موده چې له میوندي صیب سره همکار وم، تل به یې د قدرت او صلاحیت په ویش ټینګار کاوه او نه یې غوښتل چې هرڅه ځان ته انحصار کړي. نوموړي وویل: ښاغلي میوندي به تل قضیې او مسئلې په پوره حوصله، امانت دارۍ، منطقي او استدلالي توګه حل کولې، پر قومي او سمتي پالنو باورمند نه و او هیڅ  تعصب او تبعیض یې نه درلود. ښاغلي احساني پر میوندي غږ وکړ چې په وطن کې پاتې شه، دا وطن صادقو او ستاسو په څیر کارپوه انسانانو ته اړتیا لري.

د دفتر رئیس ډاکټر نعمان حکمت د رئیسانو په استازیتوب، د جنډر آمرې نادرې رشیدي او عفیفې علیپور د ښځینه کارکوونکو په استازیتوب، د پنجشیر ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس د ولایتي رئیسانو په استازیتوب، د ښاغلي میوندي د کړنو په ویاړ، دهغه هڅې او زیار؛ غوره مدیریت، له خلکو سره نیک اخلاق، وطن پالنه او خصوصا د ښځو د پياوړتیا په برخه کې د نوموړي کړنې وستایلې.

د غونډې په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي د ولسمشر له اعتماد څخه مننه وکړه چې ده ته په دې اداره کې د کارکولو فرصت ورکړی و. ده وویل: د خدای تعالی شکر ادا کوم چې له درې کاله او ۸میاشتو خدمت وروسته چې د لاسته راوړنو ډک او ټولو همکارانو د همکارۍ ګډ ویاړ دی؛ په عزت، آبرو او پاک زړه له تاسې سره مخه ښه کوم.

ښاغلي میوندي وویل: له ټولو ستونزو او ګواښونو سره سره چې موږ ورسره مخ وو، تاسو شاهد یاست چې د پام وړ لاسته راوړنې مو درلودې چې له هغې جملې څخه د اقلیم زرغون صندوق (GCF) څخه د ۱۷.۲ میلیونه ډالر مرستې ترلاسه کول، له ککړوونکو سرچینو څخه په دوامداره توګه نظارت او د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین غوره مدیریت له عمده لاسته راسته راوړنو څخه ګڼل کیږي چې د ټولو همکارانو د خوارۍ ګډ ویاړ دی.

شاه زمان میوندی وویل: اوسمهال د چاپېریال ساتنې ملي اداره د دولت په چوکاټ کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده چې له دفاعي او امنیتي سکتور څخه خورا مهم ځای لري؛ خو بدمرغه جګړه ده چې امنیتي او دفاعي برخې ته یې د حکومت پاملرنه ډیره کړې؛ کنه نو د چاپېریال ساتنې ګټه او تاوان د هېواد ټولو وګړو ته رسیږي. نوموړي د ادارې پر ټولو کارکوونکو غږ وکړ چې وطن ته د زړه له کومې کار وکړي؛ ځکه اوس له ډیرو جدي چاپېریالي ستونزو او ګواښونو سره مخ یو.

ښاغلي میوندي د دې ادارې نوي رئیس ښاغلي پښتون عاطف ته چې په دې وروستیو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی، مبارکي ورکړه او هغه ته په دې برخه کې د لا بریاوو هیله وښوده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ژمنه وکړه چې خاورې شاه زمان به همیشه په خپل وطن کې وي او دلته به ژوند کوي او ستره هیله یې همدا ده چې وطن کې سوله راشي او خپل رنځور وطن ته خدمت وکړي.

د غونډې په پای کې د دې ادارې د مشرتابه او کارکوونکو لخوا ښاغلي میوندي ته د نوموړي د سترو او ارزښتناکه خدمتونو له امله تقدیر پاڼه او تندیس ورکړل شول او د ویاړ پګړۍ يې ور په سر کړه.

د یادونې وړ ده چې د ښاغلي میوندي په درې کلنه کاري دوره کې په مختلفو برخو لکه: اقلیمي بدلون، پلان جوړونې، عامه پوهاوي، د شنو ساحو پراختیا او نیالګیو کېنول، د ملي پارکونو او ساتل شوو سیمو اعلانول، د ککړوونکو سرچینو څخه نظارت، بنسټ جوړونه او سیسټم جوړولو کې د ده له رهبرۍ څخه پخوا د تېرو ۱۵ کالو په پرتله خورا ډیر کارونه وشول او هغه اداره چې له پرمختګ څخه ډیره وروسته پاتې وه، پر پښو ودریده.

Jun 9, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021