logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د طبیعي منظرو انځوریز نندارتون او د چاپېریال نړیوالې ورځې لمانځل

slider-image

د چنګاښ ۲مه کابل
په کابل ژوبڼ کې نن د روان کال د چنګاښ په ۲مه نېټه د طبیعي منظرو، ژوندبڼو او ملي پارکونو نندارتون جوړ شوی و چې په لړ کې یې د چاپېریال نړیواله اونۍ هم ولمانځل شوه.
په دغه نندارتون او لمانځغونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي او د دې ادارې کارکوونکو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو رئیس محمد رفیع قاضي زاده، د کابل ژوبڼ مسوول، د پوهنتون استادانو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د کابل ژوبڼ مسوول وویل: په کابل ژوبڼ کې د مختلفو حیواناتو د ساتنې ترڅنګ، له ورکېدا او ګواښ سره مخ حیواناتو څخه نسل اخیستنه او روزل کیږي او بېرته طبیعت ته خوشي کیږي. نوموړي ګډه همغږۍ او عامه پوهاوی د ټولنې اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د ایکوسیستم، ځنګلونو او حیواناتو د ساتنې لپاره باید کار وشي.
انجنیر عزت الله صدیقي د دې ادارې مسلکي معین، د چاپېریال نړیوالې ورځې او اونۍ د اهمیت په هکله وینا وکړه، ایکوسیستم، طبیعي منظرې او ژوند بڼې یې خورا مهمې وبللې. ده وویل: د دوی اهمیت په کتو د ملګرو ملتونو لخوا پوره یوه لسیزه د ایکوسیستم په نامه نومول شوې ده.
ښاغلي صدیقي د طبعیي منظرو، ملي پارکونو، ژوند بڼو او ځنګلونو پر ساتنه ټینګار وکړه او چاپېریال ساتنه یې د ټولو مسوولیت وباله.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رئیس محمد رفیع قاضي زاده هم وینا وکړه او ایکوسیستم یې یوه کلیدي موضوع وبلله چې ټول سکتورونه پکې دخیل دي.
یاد پروګرام د هېواد د طبیعي منظرو او حیواناتو له انځوریز نندارتون په لیدلو سره پای ته ورسیده.
د یادولو وړ ده چې د چاپېریال نړیواله ورځ د غبرګولي ۱۵مه وه او دې ادارې یې د تېرو کلونو په څېر د شاندارو مراسمو د جوړیدا تابیا کړې وه؛ خو د کورونا مرګونې وبا له امله یاده ورځ په مرکز کې و نه لمانځل شوه، البته په ډیرو ولایتونو کې د چاپېریال نړیواله ورځ او اونۍ د مختلفو برنامو په ترڅ کې ولمانځل شوې.

Jun 24, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021