logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیمي چارو بېړنۍ ملي کمېټې غونډه کې د ټاکل شوې ملي ونډې(NDC) په سند بحث وشو

slider-image

د زمري ۱۲مه/ کابل
 د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍد اقلیمي چارو بېړنۍ ملي کمېټې غونډه کې د ټاکل شوې ملي ونډې( NDC) په سند بحث وشو چې پکې د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو، د پوهنتون استادانو، د آغاخان بنسټ استازي او (ARUP) موسسې تخنیکي ټیم ګډون کړی وو.
د دې غونډې د جوړیدو موخه د افغانستان د ټاکل شوې ملي ونډې پر سند بیا کتنه وه چې نوموړی سند به د پاریس تړون د لارښوونو مطابق د (COP26) کنفرانس غړو هېوادونو غونډه چې د روان زیږدیز کال د نوامبر میاشت کې په لندن ښار کې جوړیږي؛ یاد سند به د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت ( UNFCCC) ته وړاندې شي.
ښاغلي صدیقي د (NDC) سند په هکله د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: د ټاکل شوې ملي ونډې سند یو ملي سند دی چې د اقلیمي بدلون غړو هېوادونو لخوا چمتو شوی او د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت ته به وړاندې شي، په دې سند کې تر 2030 کال پورې د افغانستان لپاره د ګلخانه‌یي ګازونو د انتشار یا خپرېدو کچه ۱۷.۴ سلنه راکمول هدف ټاکل شوی چې دغه هدف د نړیوالو مالي مرستو پورې مشروط دی او همدا راز د اقلیمي بدلون له اغېزو سره سازښت، د اقلیمي بدلون مالي سرچینې او نور اړوند موضوعات، ټول پکې شامل دي.
د دې ادارې مسلکي معین د کمېټې له ټولو غړو وغوښتل چې د وروستي ځل لپاره خپل نظرونه، وړاندیزونه او مشورې د دې سند د بشپړولو لپاره له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شريکې کړي.
همدار راز په دې غونډه کې د کمېټې غړو د نوې کېدونکې انرژۍ، د مېرمنو د ونډې، د کافي بودیجې په نظر کې نیولو، طبیعي پېښو، له خوارځواکۍ سره د مبارزې او د اقلیمي بدلون مسایلو په تړاو خپلې پوښتنې او نظرونه وړاندې کړل.
د (ARUP) موسسې استازي وویل: ستاسو د نظرونو مطابق به له اقلیمي بدلون سره د سازښت او د ګلخانه‌یي ګازونو د راکمولو په برخه کې هڅه وشي؛ ترڅو هغه بودیجه چې تاسو یې یادونه کړې، په دغه سند کې و اوډل شي.

Aug 5, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021