• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین

slider-image

 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنو هېواد والو!
ټولو ته معلومه ده چې د کب ۲۰مه نېټه د نیالګيو کېنولو ملي ورځې په توګه نومول شوې، اوس چې موږ او تاسو د پسرلي د راتلو په درشل کې یو زموږ ټولو ملي او ایماني مسوولیت دی چې د هېواد د ښېرازۍ او سمسورتیا لپاره مټې راونغاړو او د یوه ښېرازه او سمسور افغانستان لپاره هلې ځلې وکړو.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره پر ټولو درنو هېوادوالو غږ کوي چې راتلونکي پسرلي ته ټول چمتووالی ولري؛ نیالګي کېنوي، ساتنه او پالنه یې هم وکړي. د علمای کرامو، خطيبانو او د مسجدونو له محترمو امامانو څخه هيله کوو چې د نبوي احادیثو او د شريعت په رڼا کې د نیالګیو د اهمیت، ارزښت او پالنې په هکله خلکو ته په ځانګړو ناستو او عامه مجالسو کې او د مسجدونو د منبرونو له لارې پوهاوی ورکړي. د پوهنتونونو، مدارسو او ښوونځیو قدرمن استادان باید خپل زده کوونکي وهڅوي چې نیالګي کېنوي، ساتنه او پالنه یې وکړي.
له قدرمنو ملي سوداګرو، په مرکز او ولایتونو کې د صنعت کارانو، د فابریکو له مالکانو، د سوداګرۍ خونې له سهم لرونکو او ټولو کسبګرو څخه هیله مند یو چې د نیالګيو کېنولو ملي برنامه کې رغنده برخه واخلي او هر څوک د خپلې وسې او توان مطابق د هېواد په سمسورتیا کې خپل ایماني او وجداني مسوولیت په پوره ایماندارۍ سره ادا کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره پر ټولو اړوندو وزارتونو، ټولو ولایتونو خصوصا ښاروالیو، اکاډمیکو او علمي بنسټونو، خصوصي سکتور، امنیتي او دفاعي بنسټونو باندې غږ کوي چې د سږنې پسرلي د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې رغنده برخه واخلي او د هېواد د سمسورتیا او ښېرازۍ لپاره په پوره اخلاص، ملي او ایماني مسوولیت سره هلې ځلې وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ۳۴ ولایتي ریاستونه به د نیالګیو کېنولو ټولو کمپانونو او برنامو کې برخه اخلي او هغه امکانات چې د دې ادارې په واک کې دي، له اړوندو ادارو سره به همکاري کوي او راپور به یې رسما مرکزي ادارې ته را استوي.
د هېواد له ټولو محترمو رسنیو څخه هيله کوو چې سر له اوسه باید داسې پروګرامونه او خپرونې جوړې کړې چې ماشومان او لویان د نیالګیو کېنولو ته متوجه، د ونو او بوټو ساتنې او پالنې ته تشویق شي او په دې تړاو پراخ رسنیز کمپاین وشي.
د نیالګیو کېنولو پروسې بریا د هېوادوالو د ټولیز خوځون پورې تړلې؛ همدا راز د یوه ښېرازه او سمسور افغانستان راتلونکی د دولتي بنسټونو او ټولو خلکو د جمعي مسوولیت پورې اړه لري؛ نو موږ ټولو ته پکار ده چې د نیالګیو کېنولو ملي پروسه کې پراخ ګډون وکړو، د کېنول شوو نیالګيو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړو او د یوه ښېرازه، زرغون، سمسور افغانستان او پاک چاپېریال لپاره ټول هلې ځلې وکړو او خپل ایماني او وجداني مسوولیت ادا کړو.

Feb 23, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021