logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدنې په تړاو

slider-image

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه

د ذوالقعدې ۲مه نېټه- کابل
له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ضد‌و نقیص راپورونه خپاره شوي چې د نورستان ولایت په ځنګلونو کې له څو ورځو راهیسې اور لګېدلی او ډیر ځنګلونه یې سوځولي دي او لامل یې هم د سیمه ییزو چارواکو تر منځ د ځنغوزیو پر سر شخړه ښودل شوې ده. د چاپېریال ساتنې ملي اداره د دې اعلامیې په خپرولو سره دغه آوازې په کلکه ردوي.
د نورستان ولایت د دوو ولسوالیو په ځنګلونو کې اور لګېدلی و چې د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې سرپرست مولوي تاج الدین په وینا (په ځنګل کې د یوه شپون ماشوم لخوا اور بل شوی و او د هغه د بې غورۍ له امله نور ځنګل ته هم خور شو او د ځنګل ځېنې برخې یو سوځولي دي).
د نورستان ولایت په واما او نورګرام ولسوالیو کې چې کومو ځنګلونو اور اخیستی و، د ولایتي ادارې په لارښوونه د اړوندو ولسوالیو د ولسوالانو په مشرۍ د دوی پرسونل، د چاپېریال ساتنې،کرنې او مالدارۍ ریاستونو کارکوونکو، مجاهدینو او ولسي خلکو پر وخت سره سيمې ته ځان رسولی او د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو او زیار په پایله کې اوس د واما ولسوالۍ د بوني ځنګل اور لله الحمد وژل شوی دی.
همدا راز د نورګرام ولسوالۍ کې د اور وژنې او مهارولو لپاره د مرستیال والي شيخ زرمحمد په مشرۍ مجاهدینو او ولسي خلکو د اور د مهار او وژنې لپاره هڅې وکړې او همدارنګه د ننګرهار ولایت د اطفایې ریاست عمله او اړونده وسایل هم د اور وژنې لپاره ورغوښتل شوي وو چې د اور په مهارولو او وژنه کې کافي پرمختګ شوی او اور په کنټرول کې دی.
د یادونې وړ ده چې یاده اور لګېدنه په هغو سیمو کې رامنځته شوې چې د مرکزي ساحو څخه لېرې او لوړې دي چې د اطفایې د موټرو او وسایلو ورتګ ناشونی دی.
ځنګلونه چې د هېواد ملي شتمني ده، نه یواځې چې د افغانستان لپاره خورا ګټور او با اهمیته دي بلکې په نړۍ‌وال اقلیمي بدلون او د کاربن ډای اکسايډ په جذبولو کې د پام وړ ونډه لري.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو نړۍ‌والو چاپېریالي بنسټونو څخه غواړي چې د نورستان ولایت جغرافیایي موقعیت او پراخه ځنګلونو ته په کتو، راتلونکي کې د اور لګېدنې پېښو د مخنیوي او مهارولو لپاره د اور وژنې عصري وسایلو همکاري وکړي او هغه سیمې چې له پخوا تخریب او سوزېدلي دي په بیاځلي رغونه او د ځنګلونو په احداث کې یې مرسته وکړي.

Jun 1, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021