logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه

slider-image

۱۴۴۵کال د صفر ۲۸مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مشرتابه له خوا نن د ۱۴۴۵کال د صفر المظفر په ۲۸مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې د کابل ښاروالۍ د غوره خدمتونو ترسره کولو په منظور د یوې غونډي پرمهال د هغوی د فعالیتونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.


په دې مراسمو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیر الرحمن، د مالي او اداري چارو معین مولوي عبدالسلام حقاني، د ادارې رئیسانو او کارکوونکو، د کابل ښاروالۍ معینانو، د دفتر رئیس، د حفظ او مراقبت رئیس، تخنیکي ټیم او کارکوونکو کډون کړی وو.


د غونډې په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالي او اداري چارو معین مولوي عبدالسلام حقاني د کابل ښاروالۍ کړنې وستایلې او مننه یې ترې وکړه چې کابل ښاروالي په خپلو فعالیتونو کي د پام وړ لاسته راوړني لري او ملت یې له کړنو راضي دی.


ښاغلي حقاني وویل: د چاپېریال ساتني ملي ادارې ته د غځېدلي سړک په پخولو سره به نه یوازې د دولتي ادارو ستونزې حل شي بلکې د دې سړک شاوخوا مېشت خلک به هم نور دوړو او خټو له ستونزو خلاص شي.

ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس  حافظ عزیزالرحمن وینا وکړه او ویې ویل چې د هېواد آبادي او بیارغاونه هم جهاد دی او هر څوک چې په دې لاره کې هڅې کوي الله تعالی به ورته د جهاد اجر ورکړي.
ښاغلي حافظ د کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چي کابل ښاروالۍ په تیرو دوو کلونو کي په انکشافي او نورو برخو په ځانګړې توګه د چاپېریال په ساتنه کي د پام وړ پروژې پلي کړي چي د ستایلو وړ دي.


د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي خالد سجستاني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل چې موږ د ملت خادمان یو او دا خپل مسوولیت ګڼو چې د هېواد د بیارغاونې لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو.


ده وویل: د کابل ښاروالۍ ټول عواید د ملت څخه راټولیږي چې په هغه کې غریبان، کونډې او یتیمان هم شامل دي؛ نو موږ هڅه کوو چې د ملت څخه راټولې شوې پیسې بېرته د ملت هوساینې لپاره په مناسبو ځایونو کې مصرف کړو.


د غونډې په لړ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادراې مشرتابه له خوا د کابل ښاروالۍ د غوره خدمتونو په ویاړ د کابل ښاروالۍ ته مننلیک ورکړل شو او د هلوځلو قدرداني یې وشوه.


Sep 14, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021