logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په میدان وردګو کې د اقليمي بدلون نړيواله اونۍ ولمانځل شوه

slider-image

۱۴۴۵کال د ربیع الثاني ۶مه نېټه/میدان وردګ
د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د اقلیمي بدلون نړۍواله اونۍ د (راتلونکي اقلیمي ثبات  لپاره د افکارو تړون) ترعنوان لاندې د حضرت عاصم (رض) خصوصي لیسې په همکارۍ، د اړوندو دولتي ادارو استازو، زده کوونکو او خبریالانو په گډون ولمانځل شوه.


د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې رییس مولوي الله محمد ذاکر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چاپیریال ساتنې او اقلیمی بدلون په اړه هراړخیزه وینا وکړه او د چاپیریال ساتنه یې د ټولنې د ټولو وگړو دیني، ایماني او وجداني دنده اومسٶلیت وباله او پر گډونوالو یې غږ وکړ چې چاپیریالي مسایلو جدي پاملرنه وکړي.


د ولایت مقام په استازیتوب د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقیوم شهباز وینا وکړه او د اقلیم بدلون یې یو ستر چاپیریالي گواښ وباله نوموړی وویل: د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ستونزه هم شته ده د سیلابونو راوتل، د تودوخې درجی لوړوالی، وچکالي او د اوبو کمښت په چاپېریال او اقلیم باندې تاثیرات لري، نوموړي د دغه بدلون د مخنیوي لپاره د وسایلو او اسبابو څخه په ګټې اخیستنې، د نفتو، ګازو او ذغالو پر ځای د لمریزې برښنا په استفادې او د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ.
همدارنگه د اجندا سره سم ددې ولایت د ملي رادیو تلویزیون مسوول احسان الله احسان د اقلیمی بدلون په اړه وینا وکړه او په دې برخه کې یې د رسنیو په مسولیتونو باندې خبرې وکړې. نوموړي یادونه وکړه چې د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون د ثبات په اړه به لازم نشرات ولري ترڅو د ټولنې ټول وگړي له چاپیریالي مسایلو خبر شي.


د ارشاد، حج او اوقافواستازي مولوي محمد شیرین مظهري د اسلامي ارشاداتو او احکامو په رڼا کې د چاپیریال ساتنې په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او د اسلام له نظره یې چاپیریال ساتنه، غږیزه ککړتیا، اقلیمي بدلون سره مبارزه، د اوبو اهمیت، او د ځنگلونو ساتنه او پالنه یې د ټولنې د ټولو خلکو مکلفیت او مسٶلیت وباله.
ورپسې د حضرت عاصم خصوصي لیسې استاد وحیدالله د اقلیمي بدلون له وجې د طبیعي پیښو د زیاتیدو په اړه گډنوالو ته لازم معلومات ورکړل او اقلیمي بدلون یې ستر چاپیریالي گواښ یادکړ.
د غونډې په پای کې د یادې لیسې د زده کونکو له لوري د چاپیریال د ککړتیا او اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په اړه تمثیلي پارچه وړاندې شوه او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Oct 21, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021