logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د طبي زبالو د تنظیم کمېټې غونډه وکړه

slider-image

۱۴۴۵کال د ربیع الثاني ۱۰مه/کابل
د  چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالي او اداري چارو معین مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ د طبي زبالو د تنظیم کمېټې د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې دویمه ناسته وکړه چې پکې د عامې روغتیا وزارت، ښار جوړونې وزارت، اټومي انرژۍ کمیسون او کابل ښاروالۍ استازو، کابل طبي پوهنتون استادانو او د دې ادارې متخصصینو ګډون کړی وو.


غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د دې ادارې د مالي او اداري چارو معین مولوي عبدالسلام حقاني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د طبي زبالي د زیانونو او مدیریت په هکله یې هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: موږ په دې هڅه کې یو چې خطرناکې او طبي زبالې په سمه توګه کنټرول او مدیریت شي، خطرناکې زبالې باید داسې ځای ته انتقال او محو شي چې انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ته یې ضرر و نه رسیږي او خلکو ته باید د طبي او خطرناکو زبالو په هکله عامه پوهاوی ورکړل شي.


ښاغلي حقاني وویل: موږ د هېوادوالو د خدمت لپاره مسوول ټاکل شوي یو او باید خپل ملت ته په پوره اخلاص کار او خدمت وکړو. ده ډاډ ورکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره ژمنه ده چې د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.
د غونډې په لړ کې د کمېټې غړو د طبي او خطرناکو زبالو د محو او سوځولو، انتقال او له ښار څخه لرې د ځای مشخص کېدو په تړاو هر اړخیز بحث وکړ.


د یادولو وړ ده چې د طبي زبالو د تنظیم کمېټې لومړنۍ غونډه چې د روان ۱۴۰۲کال د ۴میاشتې په ۳مه نېټه ترسره شوې وه د کمېټې غړو پرېکړه کړې وه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په مشرۍ دې د اړوندو ادارو د باصلاحیته استازو په شمول یوه ځانګړې کمېټه جوړه شي او ګام په ګام دې په کابل ښار کې د طبي او خطرناکو زبالو د محو کولو لپاره ځانګړي سټېشن جوړولو چارې ترسره کړي.


اوس چې طبي زبالې په معیاري توګه نه محو کیږي او د ډول ډول چاپېریالي او روغتیايي ستونزو لامل دي، د دې خطرناکې ستونزې د حل لپاره کار پیل شوی او د ټولو روغتیايي مرکزونو سروې پیل شوې چې د سروې له بشپړیدو وروسته به د طبي زبالو د محو کولو لپاره به یوه جامع طرحه جوړه او عملي شي.

Oct 25, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021