logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په هملند کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې غونډه وکړه

slider-image

۱۴۴۵کال د ربیع الثاني ۱۳مه/ هلمند
د هلمند ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوي محمدعیسي اغا په مشرۍ د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمېټې نوبتي غونډه وکړه چې پکې د ولایت مقام، عامی روغتیا، ښاروالۍ، اطلاعات او فرهنګ، راډیو تلویزون، هلمند پوهنتون، سوداګرۍ خونې، کرنې او مالدارۍ ریاستونو او د خصوصي روغتونونو استازو ګډون کړی وو.


په غونډه کې د لښکرګاه ښار اړونده ساحو د طبي پاتې شونو(زبالو) په اړه هر اړخیزه بحث وشو او د خصوصي روغتونو مسوولینو ته سپارښتنې وشوې چې خپلې طبي زبالې چې ډیرې مٗضرې او خطرناکه دي، د چاپیریالي اصولو او قوانینو مطابق باید له منځه یوړل شي. د غونډې په پای کې ګډونوالو په سمه توګه د طبي زبالو د مدیریت او تنظیم په موخه لازمې پرېکړې وکړې:


۱- د خصوصي روغتونونو او کلینیکونو طبي پاته شوني او جامد کثافات (راټولولو، بسته بندي او انتقال) لپاره باید معیاري تدابیر په نظر کې ونیول شي ترڅو د ساري ناروغیو د خپریدو او د چاپیریال  له ککړتیا څخه مخنیوی وشي.
۲- طبي پاته شونې د سوزولو مرکز (incinerator ) باید په معیاري شکل جوړ او حد اقل (۳۰) متره لوړ دودکش ولري او په فلټرباید سمبال وي.
۳- د کثافاتو د دفن کولو په وخت کې باید د روغتیا او حفظ الصحې مراعتولو په خاطر ځانګړی یونیفورم په نظر کې ونیول شي.
۴- د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټه  باید د ټولو دولتي او خصوصي روغتیایي مراکزو څخه وخت پر وخت څارنه وکړي.


۵- همدارنګه پرېکړه وسوه چې ټول دولتي او خصوصي انساني او حیواني کلینیکونه او لابراتوارونه خپل طبي پاته شوني صفا لښکرګاه خدماتي شرکت چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څخه یې جواز ترلاسه کړی، د خپلو طبي زبالو د انتقال قرارداد ورسره وکړي.
۶-  د ټولو خصوصي روغتونونو او کلینیکونو مسولینو ته یوه اونۍ وخت ورکړل شو چې د خپلو طبي پاتې شونو د انتقال پروسه پیل کړي.

Oct 28, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021