logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د جدي اقداماتو او هلو ځلو په تړاو مشورتي غونډه وشوه

slider-image

۱۴۴۵کال د ربیع الثاني ۲۴مه/ کابل

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او REHA موسسې په ګډه همکارۍ په شپږو ولايتونو کې ترسره شوو بحثونو ته په کتو د اقلیم بدلون پر لومړيتوبونو، کابل سټار هوټل کې یو ورځنۍ مشورتي غونډه وشوه. ياده غونډه کې د ا.ا.ا د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پاليسي معين ډاکټر زين العابدين، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي، د اوبو او انرژۍ، ښار جوړونې، کرنې او لوړو زده زده‌کړو وزارتونو معينانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ یوناما مرستيال، د پوهنتونونو استادانو، ملي او نړیوالو مؤسسو مسوولینو، خصوصي سکتور استازو، متخصصینو، او محصلینو ګډون کړی وو.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پاليسي معين ډاکټر زين العابدين عابد د اقليمي بدلون د زیانونو په هکله خبرې وکړې ويې ويل: اقلیمي بدلون داسې پديده ده چې د نړۍ ټول هیوادونه او اقشار يې له ګواښ سره مخ کړي دي، د انسانانو سربېره حيوانات او نباتات يې له ناوړه اغېزو څخه زیانمن دي.

نوموړي زياته کړه: په افغانستان کې د ۴۳کلنې جګړې په لړ کې د ډول ډول وسلو کارونې له امله د انساني ناخوالو سربيره دا هېواد له ډيرو چاپېريالي ناورينونو سره مخ کړی.

دا چې اقلیمي بدلون د ټولو هېوادونو لپاره مشترک ګواښ دی، خو اوسمهال نړيوالو افغانستان هېر کړی او یواځې د اقليمي بدلون په برخه کې يې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د ۸۵۰ميليونو ډالرو په ارزښت پروژې تعليق کړي؛ که دې موضوع ته جدي پاملرنه ونشي، نو ټولې نړۍ ته به يې زیان ورسيږي.

ښاغلي عابد پر نړيوالو غږ وکړ چې چاپېريالي مسايل سياسي نه کړي او په دې برخه کې دې د افغانستان لاس نيوی وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې د تحميلي او نيابتي جګړو قرباني و چې د پخواني شوروي، امريکا او ناټو له خوا ډول ډول وسلې وکارول شوې چې اوس موږ له ډیرو زياتو انساني او چاپېريالي ناخوالو سره مخ يو.

ښاغلي ستانکزي وويل: دا د غربیانو مسوولیت دی چې د چاپېريالي ناورينونو تاوان ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې مونږ به خپلې ډيپلوماتيکې هلې ځلې کوو ترڅو په نړيوالو غونډو کې د افغانستان غږ پورته شي. ده د عامه پوهاوي کچې په لوړولو ټينګار وکړ او دا يې د ټولو مسووليت وباله چې چاپېريال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي خصوصا رسنۍ باید خپل مسوولیتونه ادا کړي.

د غونډې په لړ کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ(یوناما) مرستيال مارکس پوتزل وویل اقليمي بدلون يو داسې ګواښ دی چې ټول هیوادونه ترې اغېزمن دي چې دا موضوع له سياست څخه پورته ده او موږ هڅه کوو چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړو.

نوموړي ژمنه وکړه چې د افغانانو غږ به تر نړيوالو رسوي.

د غونډې په لړ کې د دې ادارې د اقليمي بدلون رئیس انجنير روح الله امين په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د وضعيت په تړاو پرزنټیشن وړاندې کړ.

د (REHA) موسسې مرستیال انجینر عزت الله صدیقي د اقليمي بدلون په تړاو شپږو ولايتونو کې د ترسره شوو بحثونو پايلې او د هېوادوالو نظرونه او وړاندیزونه د خپل پرزنټیشن په لړ کې له مسولینو سره شريک کړل.

د غوڼدې په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او پوښتنې د اړوندو وزارتونو له مسولینو سره شريک کړل؛ ترڅو د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو، ملي او نړیوالو بنسټونو، خصوصي سکتور او ټولو هیوادوالو په ګډه همکارۍ لازم تدابير او اقدامات ترسره کړي.

همدا راز ټولو پر نړيوالو غږ وکړ چې چاپېريالي مسايل سياسي نه کړي، د چاپېريال ساتنې په برخه کې د افغانستان تعلیقي پروژې ازادې کړي او غوښتنه يې وکړه چې د افغانانو استازو ته دې په نړۍوالو غونډو کې د بلنې اجازه ورکړي، ترڅو د افغانستان ستونزې شریکې کړي.




Nov 9, 2023

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021