• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېريال ساتني ملي ادارې پاليسي او مسلکي معين د کندهار صنعتکارانو سره د چاپېریالي ستونزو په هکله لیدنه وکړه

slider-image

۱۴۴۵کال د رجب۲۳مه/کندهار
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې پاليسي او مسلکي معين ډاکتر زين العابدين عابد کندهار ته د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار د صنعت او معدن خونې له رٸيس او يو شمېر صنعت کارانو سره د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه وليدل.
په دې ليدنه کې د کندهار ولایت د چاپېريال ساتنې رٸيس مولوي محمديوسف حذيفه او د یاد رياست کارمندانو هم حضور درلود.



د غونډې په پيل کې د کندهار د صنعت او معدن خونې رٸيس سيد سروراغا اماني د چاپېريال ساتنې ملي ادارې معين او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، وروسته یې د هيواد په ابادۍ کي د صنعتي فعاليتونو د رول په هکله خبري وکړې. ښاغلي اماني وويل چې فعلا  په افغانستان کې شاوخوا ١٠٠ صنعتي سکټورنه فعاليت لري چې په دې برخه کې اوس افغانستان تر ډېره حده پر ځان بسيا شوى دى په ځانګړي ډول د لبنياتو، پنبې، پلاسټيکي مصنوعاتو، سيخ ګول او ګاډر په برخه کې د پرديو له احتياجه خلاص سوى دى.


ښاغلي اماني د برق کمښت، سخت قوانين او مقررات، په جواز اخيستلو کې ستونزې او اداري کاغذپراني، په صنعتي پارک کې د لازمو خدماتو نشتوالى هغه ستونزې يادې کړې چې په کندهار کي یې د صنعتکارانو او پانګوالو فعاليتونه اغېزمن کړي دي او وروسته یې خپل وړانديزونه يو په يو وړاندې کړل.
همدارنګه د پنبې سکټور، خوارکي توکو د توليد سکټور،  شامپو او صابون سکټور، د اوسپنې سکټور په استازیتوب بيلا بيلو صنعتکارانو خپلې ستونزې د چاپېريال ساتنې ملي اداري له پلاوي سره شريکې کړې.
دکندهار ولایت د چاپېريال ساتنې رٸيس مولوي محمديوسف حذيفه د صنعتکارانو يو شمېر انديښنو ته ځواب ووايه او زياته یې کړه چې د کندهار چاپېريال ساتنې رياست بغیر له کوم توپيره د ټولو هغو فعاليتونو اصلاح او معياري کولو ته ژمن دى چې د چاپيريالي اصولو او نورمونو خلاف فعاليت کوي.
ښاغلي حذيفه وويل چې د ټولو صنعتکارانو او عامو خلکو شکايتونو ته یې پر وخت رسيدګي کړې او هغه ستونزي چې په مرکز پوري یې اړه درلودله تر مرکز پورې رسولې دي.


د چاپېريال ساتنې ملي ادارې پاليسي او مسلکي معين ډاکټر زين العابدين عابد خبرې وکړې او د صنعتکارانو ستونزې یې پر ځاى وبللې او ژمنه یې وکړه د حل لپاره به یې جدي ګامونه واخلي. ښاغلي عابد وويل چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د صنعتکارانو د سهولت او د ځنډ د مخنيوي لپاره د جواز پروسه اسانه او چټکه کړې ده او په دې برخه کې لا نور پلانونه تر کار لاندې لري.
ښاغلي عابد پر صنعتکارانو غږ وکړ چې صنعت کاران بايد د فعاليت د شروع څخه مخکې د چاپيریالي اغېزو ته متوجې شي د توليداتو کيفيت لوړ کړي او خپل فعاليت د چاپيريالي اصولو مطابق عيار کړي؛ ترڅو هيواد مو د راتلونکو چاپېريالي ستونزو او ګواښونو څخه خوندي شي.

Feb 4, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021