• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس د یولړ مراسمو په ترڅ کي پای ته ورسېد

slider-image

۱۴۴۵کال د شعبان ۳نېته/ ننګرهار
ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس د یولړ مراسمو په ترڅ کي پای ته ورسېد، د کنفرانس په وروستۍ ورځ د څیړنیزو پوسټرونو نندارتون د ډاکټر ټټسوناکامورا په پارک کې ترسره شو چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیزالرحمن، مالي او اداري معین مولوي عبدالسلام حقاني، د لوړو زده کړو علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د دې ادارې رئیسانو، د بهرنیو هیوادنو د پوهنتونونو استادانو او متخصصینو او د هیواد د مختلفو پوهنتونونو  استادانو او متخصصینو، د ولایتی ادارو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.


د لوړوزده کړو علمي معین د اقلیم بدلون د کنفرانس په هدف او ارزښت هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او د بهرنیو او داخلي استادانو او متخصصینو د علمي او څیړنیزو مقالو په شریکولو له امنیتي مسئولینو او د رسنیو له استازو څخه یې ځانګړی مننه وکړه.


په یاده غونډه کې د جاپان پي ام اس موسسې استازې اغلې پاجیته د ډاکټر ټټسو ناکامورا پر فعالیتونو او خدمتونو مفصلې خبرې وکړې او د هغه د پاتې پروژو د کار د بشپړیدو ژمنه یې وکړه.


په ترتیب سره د بهیرنیو هیوادونو استادانو او محققینو او داخلي پوهنتونونو استادانو او محققینو یاد کنفزانس د افغانستان لپاره خورا  مهم او مثبت وباله او له  نړیوالو یې د افغانستان سره په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.


د غونډې په دویمه برخه کې د استادانو او محققینو علمي او څیړنیزې مقالې د پوسټر پرزنټیشن له طریقه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د هغوی سوالونو ته یې علمي او مسلکي ځوابونه ورکړل.


د یادونې وړ ده چې په ټوله کې ۱۴۰علمي او څیړنیزې مقالې ننګرهار پوهنتون ته رسیدلي چې له یا دو مقالو څخه به د اقلیم بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کی د پالیسیو او ستراتیژیو په جوړولو کې ګټه واخستل شي.


د غونډې په ورستیو کې بهرني او داخلي استادان، محققین او د کنفرانس تنظیم کوونکي د  ښه خدمت او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په پار په ستاینلیکونو او ډالو ونازول شول.


د غونډې په پای کې د مسئولینو لخوا د ناکامورا په پارک کې د نیالګیو په کېنولو سره


هیواد والو ته پیغام ورکړل شو چې د اقلیمي ثبات او خوندي چاپېریال لپاره نیالګي کینوي او سالمه پالنه ېې وکړي.


Feb 13, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021