logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د نايتروجن د تلپاتې مديريت په برخه کې د ملګرو ملتونو نړيوال کمپاين پرانېستل شو

slider-image

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د پاليسۍ او نړيوالو اړيکو معين ادريس مليار د افغانستان په استازيتوب د نايټتروجن د تلپاتې مديريت په برخه کې د ملګرو ملتونو نړيوال کمپاين د روان کال د لړم د مياشتې په لومړۍ او دويمه نېټه چې د اکتوبر د مياشتې ۲۳ مې او ۲۴ مې نېټې سره يې سمون درلود او د سريلانکا هېواد په کولمبو کې ترسره شو ګډون وکړ. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې پروګرام (UNEP) اجرائيوي مرستيالې آغلې جويس او د ۳۱ هېوادونو استازو ګډون درلود او په مختلفو اقتصادي په ځانګړې توګه د کرنې سکتور د فعاليتونو په برخه کې يې د نايتروجنو څخه د ډېرې ګټې اخيستنې، د هوا د ککړتيا د ډېروالي، اقليمي بدلون، د اوبو ککړتيا او د ژوند بڼو د کمښت په هکله يې خبرې وکړې. ښاغلي مليار د افغانستان به استازيتوب په دې ناسته کې وينا وکړه او ويې ويل: افغانستان يو مخ پر ودې هېواد دی د چې شاوخوا څلورو لسيزو راهيسې په ډول ډول د چاپېريالي ننګونو او ويجاړتياو سره مخامخ دی، د افغانستان خلک او دولت د يوې آرامه او سالمې راتلونکې جوړولو ته بارومنده دي چې په دې کې د کيمياوي موادو سالم مديريت او د هوا د ککړتيا سره مبارزه هم برخه لري. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د پاليسۍ او نړیوالو اړيکو معين د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: موږ پر چاپېريال او د انساني روغتيا د نايتروجنو منفي اغيزو په اړه پوهېږو، دا چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی نو زموږ ډېری بزګران د خپل ورځيني ژوند د دوام لپاره به کرنه کې دې برخې ته اړتيا لري، خو بايد د دې موادو د سالم مديريت لپاره نه يوازې په افغانستان کې بلکې د ټولې نړۍ په کچه پاملرنه وشي. موږ په دې برخه کې ځينې مقررې او کړنلارې ترتيب کړې دي، لکه د هوا د ککړتيا د کمښت او مخينوي پلان. سربېره پر دې په دې وروستيو کې د کيمياوي موادو تلپاتې مديريت په موخه مو د کيمياوي او زهري موادو واحد مديريت او د کيمياوي موادو د مديريت ملي کميټه رامنځ ته کړې. ښاغلي مليار په دې ناسته کې ټينګار وکړ چې موږ د د هواد ککړتيا د کمښت او د کيمياوي موادو او نايټروجنو د ښه مديريت په برخو کې د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې او پرمختګ په پار د نړيوالو مرستندويانو فني او مالي مرستو او ملاتړ ته اړتيا لرو.

Oct 26, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021