logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتني ملي ادارې او په افغانستان کي د ناروې کمېټې له لوري د اقلیمي بدلون په تړاو درې ورځنی بحث پرانیستل شو

slider-image

۱۴۴۵کال د شوال۱۳مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډه همکارۍ د
۱۴۰۳ کال د غویي په ۳مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د افغانستان د اقلیمي بدلون په تړاو درې ورځنی ملي بحث پیل شو.
یاد بحث چې هم‌مهاله به د ناروې په اسلو ښار کې د افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانونو او ناوړه اغېزو په هکله په جوړ شوي کنفرانس کي چې موخه یې تر نړۍوالو د افغانستان غږ رسول او د اقلیمي بدلون په برخه کې د تعلیق شوو پروژو بیا پیلول دي؛ د ویډیو کنفرانس له لارې وصل او د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته د رسېدلو زیانونو په تړاو به د مسوولینو او متخصصینو لخوا هر اړخیز بحث او خبرې اترې وشي.


په دې بحث کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد، د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او متخصصینو، د اړوندو ادارو او سفارتونو استازو، د پوهنتونونو استادانو، د بهرنیو او داخلي موسسو استازو ګډون کړی.
همدا راز د اقلیمي بدلون په تړاو یاد بحث کې به چې د ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې به په انلاین بڼه هم‌مهاله د ناروې هیواد په اسلو ښار کې ترسره کیږي؛ یو شمېر داخلي او بهرني متخصصین، د پوهنتونونو استادان او نړۍ‌والو موسسو استازي به پکې ګډون کوي او د افغانستان د اقلیمي بدلون پر وضعیت به هر اړخیز بحث وکړي
.
یاده غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد وینا وکړه او زیاته یې کړه: اقلیمي بدلون یوه نړیواله پدیده ده، د طبیعي عواملو سربیره، اصلي عامل یې د ګلخانه‌یي ګازونو انتشار دی چې ډیری یې په پرمختللو هیوادونو کې د فابریکو او د صنعت د زیات پرمختګ په سبب رامنځته کیږي
.


ده وویل: په افغانستان کې د روانې اونۍ په لړ کې د وروستیو سیلابونو له امله ١١١ تنه هیوادوال شهيدان شوي، ٧١ تنه ټپيان شوي، ٢٠١٧ حیوانات وژل شوي،
۹۸۳۸۶جریبه زراعتي ځمکه او ۲۷۰۷ کورونه ویجاړ شوي او همدا راز  ۲۴۲۴سر بندونه له منځه تللي دي، چې دا په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو ښکاره بېلګې او زیانونه دي چې عامو خلکو ته اوښتي دي.
که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر لږ رول لري، خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ، شنو مځکو، څړ ځایونو، تنوع حیات او نورو برخو کي یې فوق العاده صدمه لېدلې ده
.
ښاغلي عابد زیاته کړه: د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي زیانونه په مستقیم ډول په عامو خلکو او محلي ټولنو اغیزه کوي چې په زراعت او طبیعي منابعو پوري تړلي دي
.


پرله پسې وچکالۍ، سېلابونه، د اوبو او زراعتي محصولاتو کمښت، د خلکو او ټولنو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړي او د دوی ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. د وروستیو تحقیقاتو له مخې افغانستان یو له هغو شپږو هیوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان ویني او منفي نتایج یې تجربه کوي
.
ښاغلي عابد وویل: له بده مرغه نور لاملونه او فکټورونه هم وجود لري لکه: اشغال او اوږدمهاله جګړه، د هر ډول ناقانونه کیمیاوي موادو کارول، د هېواد وچه او نیمه وچه هوا، د طبیعي پېښو زیاتوالی، دایمي وچکالۍ او د ځنګلونو بې رحمانه پرې کول او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو سازمانونو نه همکاري د افغانستان اقلیم او چاپیریال ډیر زیانمن کړی دی
.


د چاپېریال ساتني ملي ادارې مرستیال دغه راز زیاته کړه د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسیدو لپاره د دولتونو مشترکو اقداماتو ته اړتیا ده او د ټولو اړخونو ګډ کار او همکارۍ ته ضرورت لري. د اقلیمي بدلون له نتایجو سره د سازښت لپاره د افغانستان اسلامي امارت؛ د اوبو د منابعو مدیریت، زراعت، د ځنګلونو او شنو مځکو بیا رغونه، او د نوي کیدونکي انرژۍ په برخو کې په پراخه کچه ملي پروګرامونه لري. او اوس افغانستان د امنیت، اداري جوړښت، بشري ظرفیت او حقوقي چوکاټونو له مخې د چاپیریال او اقلیمي بدلون په برخه کې د پروژو تطبیق کولو ته ژمن او اماده دی
.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي معین له نړۍوالو وغوښتل چې د سیاسي مسایلو پرته خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي ترڅو په نړیواله کچه د دې ننګوونکې پدیدې سره مقابله او مبارزه ترسره شي
.


نوموړي ټینګار وکړ چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه د دې خاورې د هر وګړي ایماني او ټولنیز مسولیت دی چې په دې مهمه او حیاتي مسله کې په انفرادي او اجتماعي توګه خپل رول ادا کړي
.
د غونډې په لړ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس هم اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل: د دې بحث څخه زموږ هدف دا دی چې ترڅو وکولی شو د اقلیمي بدلون په اړه د افغانستان د خلکو غږ تر نړۍوالو ورسوو او هغه پروژې چې دا مهال په تعلیق کې اچول شوي پرانستل شي؛ ځکه اقلیمي بدلون یو بشري مسئله ده او زیان یې عامو خلکو ته رسیږي
.
د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتني پوهنځي رئیس محمد داوود شېرزاد د افغانستان پر اوبیزو منابعو د اقلیمي بدلون د اغېزو، د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس روح الله امین د افغانستان د اقلیمي بدلون د وضعیت؛ همدا راز د ناروې کمېټې د استازو لخوا معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول
.


د غونډې په دویمه برخه کې به د اسلو په ښار کې د اقلیمي بدلون په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې به د افغانستان د اقلیمي بدلون وضعیت او ناوړه اغیزو په تړاو د متخصصینو لخوا څېړنیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شي
.
د یادونې وړ ده چې د اقلیمي بدلون په تړاو یاد بحث به دوه ورځې نور هم دوام لري او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو را متځته شوې ستونزې به تر نړۍوالو بنسټونو او ډونرانو ورسیږي؛ ترڅو د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان تعلیق شوې پروژې بیا پیل او له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې لپاره مناسب حل لارې ولټول شي
.

Apr 22, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021