logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست او د مالي او اداري چارو مرستیال معرفي شول

slider-image

۱۴۴۶کال د محرم ۳مه/ کابل
نن سه شنبه د ۱۴۴۶کال د محرم په ۳مه نېټه د یوې غونډې په ترڅ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص او د دې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سعدالدین سعید د دې ادارې کارکوونکو ته معرفي شول.


په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس مولوي نور الحق انور، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد، د مالي او اداري چارو پخواني مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني، رئیسانو، علمای کرامو، مسوولینو او مېلمنو ګډون کړی وو.


غونډه د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او د دې ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د ګډون‌والو هرکلی وکړ او مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه. نوموړي تغیر او تبدیل د نظام اصل وباله او د تېرو مسوولینو کړنې یې وستایلې.


ورپسې د دې ادارې د مالي او اداري چارو پخواني مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل چې دا اداره لا ډیر کار ته اړتیا لري؛ ځکه اوسمهال په نړۍواله کچه چاپېریالي موضوعات خصوصاً اقلیمي بدلون د غونډو د سر اجنډا وي؛ نو پکار ده چې د چاپېریالي موضوعاتو په تړاو له نړۍوالو سره تعامل وشي. ښاغلي حقاني د امیر اطاعت عبادت وبللو او نوو مسوولینو ته یې مبارکي ورکړه.


 
د غونډې په لړ کې د چارو ادارې لوی رئیس مولوي نور الحق انور د اسلامي نظام د بقا، پخوانیو اسلافو د تګلارو او د تېر جهادي بهیر په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او د ښاغلو مولوي مطیع الحق خالص او مولوي سعدالدین سعید د ټاکل کېدو حکم یې ګډونوالو ته ولوسته.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نوي سرپرست مولوي مطیع الحق خالص عالمانه وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو ناخوالو او د دې مظلوم ملت اړتیاوو ته په کتو که شپه او ورځ دې وطن ته خدمت وشي؛ نو کمه به وي.


ښاغلي خالص د پخوانیو مسوولینو خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه چې کوم خطوط د هغوی لخوا ترسیم شوي هغو ته به انکشاف ورکړي او موږ ټول به په ګډه د ملت د هوساینې لپاره مثبت قدمونه اخلو. نوموړي د مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپله دنده به په پوره اخلاص ترسره کوي.


د دې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سعدالدین سعید هم وینا وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت اصل په اطاعت باندې بنا دی؛ نو کوم کار چې موږ ته راسپارل کیږي، نو ذهناً او قلباً به یې منو. ده له مسوولینو او  کارکوونکو هیله وکړه چې په کارونو کې یې په پوره اخلاص ملاتړ وکړي.


غونډه د دعایې په لوستلو پای ته ورسېده او د دې ادارې سرپرست او مرستیال خپلو دندو ته معرفي شول.


د یادونې وړ ده چې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص پخوا د سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

Jul 10, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021