logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د انسان د پیدایښت مقصد، په اسلام کې د ټولنیز نظام او الهي اوامرو د تطبیق په هکله اصلاحي وینا وړاندې شوه

slider-image

۱۴۴۶کال د محرم ۱۹مه/کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست لخوا د اصلاحي ويناوو په لړ کې نن پنج شنبه د ۱۴۰۳کال د زمري په ۴مه نېټه د دې ادارې د کول حشمت خان غونډو په تالار کې د انسان د پیدایښت د مقصد، په اسلام کې د ټولنیز نظام او الهي اوامرو د تطبیق په هکله اصلاحي وینا وړاندې شوه چې پکې د دې ادارې مسوولینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.


غونډه د قران کریم مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د انسان د پيدايښت مقصد، په اسلام کې د فردي او ټولینز نظام د ارزښت، د الهي اوامرو د تطبیق، د مشرانو د اوامرو اطاعت او په پوره اخلاص او امانت دارۍ سره د کارونو د ترسره کولو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه.


د دې ادارې عمومي رئیس په افغانستان کې د تېرو ۴۵کلونو ناخوالو، جګړو او د جهاد تاریخي شالید په تړاو مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې کله هم انسانانو د الهي اوامرو څخه سرغړونه کړې او د خپلو خواهشاتو مطابق یې ټولنیز اصول وضع کړي؛ نو د یوې ټولنې د ټولو وګړو د احتیاجاتو تکافو شوي نه دي چې بالاخره د دې لامل شوي چې وخت پر وخت وړې او لویې جګړې ترې رامنځته شوې دي چې د دې ناخوالو اصلي لاملونه د بشر په لاس جوړ شوي اصول او قوانین دي چې هیڅکله هم د ټولو وګړو احتیاجات پکې په پام کې نه دي نیول شوي؛ خو په الهي اوامرو کې د ټولو انسانانو حقوق محفوظ وي؛ کله چې اسلامي نظام حاکم وي، د مشرانو اطاعت وشي، په لوړه او ټيټه کچه مسوولین خپل کارونه د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړي؛ نو بیا هغه ټولنې سالمه وده او پرمختګ کولی شي. 


ښاغلي خالص صاحب وویل: الله تعالی د دې لپاره چې په دنیا او هم په اخرت کې د انسان ژوند بې مفهومه نه وي، یو لړ اصول وضع کړي که موږ او تاسې خپل کړه وړه د هغو اصولو مطابق عیار کړو او د خپل هېواد د ترقۍ لپاره په پوره اخلاص کار وکړو؛ نو الله تعالی به مو افعال هم په عباداتو کې حساب کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټولو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې خپل کارونه باید پر وخت ترسره کړي، د هېوادوالو د هوساینې لپاره باید جدي هلې ځلې وکړي، خپل عقاید او افکار باید له بیهوده او ناوړه نظریو وساتي، موږ ټول باید لوړ اهداف ولرو او د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره هلې ځلې وکړو.

Jul 25, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021