logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیم بدلون سره د مبارزې د مشارکت او همکارۍ پروژې افتتاحيه غونډه ترسره شوه

slider-image

۱۴۴۶کال د صفر ۲۴مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او رها موسسې په ګډه همکارۍ نن چهار شنبه د ۱۴۰۳کال د سنبلې په ۷نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې د اقلیم بدلون سره د مبارزې د مشارکت او همکارۍ پروژې افتتاحي غونډه ترسره شوه چې پکې د دې ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد، رئیسانو، د رها موسسې مرستیال، کارکوونکو او متخصصینو ګډون کړی وو.


غونډه د قران کریم مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اوسنی حالت ایجابوي چې د دې غریب ولس سره په هره برخه کې مرسته او کومک وشي. نوموړي د رها موسسې له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره مشترک کار وکړي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د ټولو اقشارو سره په مشترګه مخته ولاړ شی.


ښاغلي عابد ژمنه وکړه چې د دې ادارې مرکزي او ولایتي ریاستونه به د دې پروژې په تطبیق کې د رها موسسې سره همکاري کوي.
د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس انجنیر روح الله امین د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د ظرفیت لوړونې د اهمیت په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید د اړوندو ادارو مسوولینو ظرفیت لوړ شي؛ ترڅو وکولی شو نړۍوالو مالي میکانیزمونو ته مناسب کانسیپټونه جوړ کړو.
د رها موسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي د پروژې په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د هرې پروژې په تطبیق کې به د ادارې سره په ګډه کار کوي.


د غونډې په لړ کې د رها موسسې د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې د تطبیق د څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو.
د یادونې وړ ده چې د اقلیم بدلون سره د مبارزې د مشارکت او همکارۍ پروژه به د ددو کلونو په موده کې په کابل او ولایتونو کې پلې شي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د مختلفو خصوصي سکتورونو، امارتي ادارو، علمای کرامو او خبریالانو د ظرفیت لوړولو تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرامونه ترسره شي.

Aug 29, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021