logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د دود کوونکو موټرونو د توقف په تړاو لومړنۍ مشورتي غونډه ترسره شوه

slider-image

۱۴۴۶کال د ربیع الاول ۷مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا د هېواد په لویو ښارونو خصوصاً کابل ښار کې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه د دې ادارې د نظارت او تفتیش رئیس مولوي احمد فیصل بریالي په مشرۍ نن د ۱۴۰۳کال د وږي په ۲۰مه نېټه د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې د ښکېلو ادارو د باصلاحیته استازو په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې دود کوونکو موټرونو د فعالیت د مخنیوي په تړاو لومړنۍ مشورتي غونډه ترسره شوه
.
په دې غونډه کې د ټرانسپورټ وزارت، سټندرد ملي ادارې، ترافیکو عمومي ریاست او کابل ښاروالۍ باصلاحیته استازو ګډون کړی وو
.


غونډه د قرانکریم مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د دې ادارې د نظارت او تفتیش رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په احسنه توګه د کارونو د ترسره کولو لپاره یې د داسې مشورتي غونډو جوړول اړین او ګټور وبلل
.
نوموړي په خپلو خبرو کې یې وویل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نظارتي ټیم د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه تېره اونۍ د کابل ښار په ګڼ‌مېشتو سیمو کې د دود کوونکو موټرونو د درولو کمپاین پیل کړ چې ډیرو هېوادوالو یې هرکلی وکړ
.


په یاده غونډه کې د هواککړتیا د راکمولو سربېره د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه د دود کوونکو موټرونو د توقف، د غږ لرونکو سلنسرونو، لیزري څراغونو او غیر مجاز هارنونو؛ په مرکز او ولایتونو کې د نقلیه وسایطو د تخنیکي معایناتو د چک مرکزونو د جوړولو او څرنګوالي؛ د دود کوونکو موټرونو د چک پاینټونو څخه دوامداره نظارت او په کابل ښار کې د ښاري موټرونو لپاره د تم‌ځایونو د جوړولو په تړاو هر اړخیز بحث او لاندې پریکړې وشوې
:
-         د اړوندو ادارو د استازو جوړ شوي ګډ پلاوي له خوا باید د کابل ښار په ګڼ‌مېشتو سیمو کې د ترافیکو محترم ریاست له لوري د دود کوونکو موټرو د توقف په موخه جوړو شوو چک پاینټونو څخه په میاشت کې دوه ځله باید نظارت ترسره شي.
-         د غږیزې ککړتیا د راکمولو او مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیول شي؛ ترڅو په ښارونو کې د لوړ غږ لرونکو سلنسرونو، لیزري څراغونو او غیر مجاز هارنونو مخنیوی وشي.
-         ټولو امارتي ادارو ته باید د ذکر شوو مواردو په هکله رسمي مکتوبونه ور و استول شي؛ ترڅو د چاپېریال اصولو د تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همغږي او همکاري رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار په مختلفو ګڼ‌مېشتو سیمو کې د ټرافیکو ریاست له لوري د دود کوونکو موټرونو د درولو په موخه نظارتي چک‌پاینټونه جوړ شوي دي او هر ورځ په لسګونو دود کوونکي موټرونه دروي، له مالکینو څخه یې د موټرونو اسناد او لایسنسونه اخلي او تر هغه یې نه ورکوي؛ ترڅو یې چې خپل وسایط نه وي ترمیم کړي
.

Sep 10, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021