logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو وزارتونو او عزيزي بانک سره چاپېریالي هوکړهلیکونه لاسليک شول

slider-image

 

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو او چاپېريالي تبليغاتو په موخه د روان کال د لړم په ۱۲مه نېټه د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او عزيزي بانک سره د ګډې همکارۍ په تړاو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې، هوکړه لیکونه لاسليک کړل.

په دغه کنفرانس کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين، انجنیر عزت الله صديقي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين سيد فضل آقا سانچارکي، د حج او اوقافو وزارت معين تاج محمد مجاهد او د عزيزي بانک رئيس محمد سالم امید او د یادو ادارو رئیسانو ګډون کړی وو.

ښاغلي صديقي د عامه پوهاوي د کچې په لوړېدو او په چاپېريالي تبليغاتو کې د دولتي او غير دولتي بنسټونو، مدني ټولنو، علمای کرامو، روحانيونو او خصوصي سکتور دخيلېدو کې د دې هوکړه لیکونو لاسليکېدل اغېزمن وبلل او ويې ويل: د هوا ککړتيا د راکمولو او مخنيوي، د ژوندبڼو د ارزښت او ساتنې، له ښکار څخه مخنيوی او د اقليميبدلون سره د سازښت لپاره اړتيا ده چې په ګډه کار وکړو. 

مسلکي معين ټينګار وکړ چې په چاپېريالي موضوعاتو کې د عامه پوهاوي کموالی يوه جدي ستونزه ده او په دې برخه کې د ټولو دولتي او خصوصي ادارو ګډون او برخه اخېستلو موخه د خلکو د عامه پوهاوي لوړول دي؛ نو د لا ډېرې همغږۍ او د دې همکاريو د قانوني کېدو په موخه موږ نن دا هوکړه ليکونه د اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو وزارتونو او عزيزي بانک سره لاسليک کړل.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معين فاضل آقا سانچارکي د هوکړه لیکونو د لاسليکولو پر مهال وويل: د خصوصي رسنيو د مقررې پر اساس، رسنۍ مکلفې دي چې د خپلو خپرونو يوه برخه مهمو ملي موضوعاتو ته ځانګړې کړي. موږ به د اطلاعاتو د مسوول په توګه د چاپېريال ساتنې اړوند موضوعات د دولتي رسنيو له لارې د خصوصي رسنيو سره په همغږۍ په ۳۴ ولايتونو کې خپاره کړو.

د حج او اوقافو وزارت معين تاج محمد مجاهد ژمنه وکړه چې د علمای کرامو، د جوماتونو او تکایایو ملاامامانو او خطیبانو په همکارۍ به د برنامو او تبليغونو له لارې د چاپېريال ساتنې اړوند موضوعات خلکو ته ور ورسوو.

د عزيزي بانک رئيس محمد سالم اميد وويل: موږ په تېرو پنځو کلونو کې د چاپېريال ساتنې په موخه برنامې لرلې او يو ځلې بيا ژمنه کوو چې د چاپېريال ساتنې په تړاو به د خلکو عامه پوهاوي لوړولو ته د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په همغږۍ ځانګړې پاملرنه کوو.

د کنفرانس په پای کې ښاغلي صديقي د خبريالانو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل.

Nov 4, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021