logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د باميانو له والي سره وکتل

slider-image

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس، شاه زمان ميوندي نن لړم په ۱۲مه نېټه له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د باميانو له والي ښاغلي محمد طاهر زهير سره وليدل.

ښاغلي میوندي د باميانو د والي هرکلی وکړ او دې ادارې ته يې د نوموړي له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه. ښاغلي زهير د چاپېريال ساتنې ملي ادارې کړنې او فعاليتونه وستايل او په چاپېريالي موضوعاتو کې يې باميانو ته د يادې ادارې د عمومي رئيس د ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه.

نوموړي د ساتل شويو سيمو او د بند امير ملي پارک د اهميت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د باميانو ولايت د چاپېريال ساتنې رياست، اداري تعمير د رغونې، د ساتل شوې سيمې په توګه د باميانو پلاتيو اعلانول، د تشکيل پراختیا، د بند امير او د شاه فولادي ساتل شویو سیمو د مديريتي پلان د ښه پلي کېدو او د چاپېريالي پروژو په برخه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د لا ډېرې همکارۍ غوښټونکی شو.

وروسته د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د چاپېریال ساتنې اړوند موضوعاتو لکه د بند امير ملي پارک او د شاه فولادي ساتل شوې سيمې په برخه کې د ښاغلي زهير له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، د اداري تعمير د رغونې په اړه يې نوموړي ته ډاډ ورکړ او ويې ويل: د دې ولايت د چاپېريال ساتنې ریاست د اداري تعمير د رغولو په برخه کې به هیڅ ډول امکانات و نه سپموي او په دې برخه کې به د دولتي بوديجې او يا هم له همکارو موسسو څخه بودیجه تر لاسه کړي.

ورپسې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين، انجنیر عزت الله صديقي د ساتل شويو سیمو په اړه د پلانونو او برنامو، مديريتي پلان او د ساتل شوې سيمې په توګه د نوې سيمې د اعلانولو په هکله د باميانو والي ته معلومات ورکړل.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې تخنيکي ټيمونه به د شته پلانونو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله کار وکړي او په نېږدې راتلونکي کې به دې ولايت ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئيس د سفر زمينه برابره کړي.

Nov 4, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021