logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

میدان وردګو ولایت کې د نیالګیو کېنولو په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

slider-image

۱۴۴۶کال د رمضان المبارک ۱۰مه/ میدان وردگ
د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د ۱۴۰۴کال د نیالګیو کېنولو دکمپاین په تړاو د میدان وردګو  والي قاري بختیار په مشرۍ د دې ولایت د غونډو په تالار کې د امارتي ادارو ، پانګوالو او موسساتو له استازو سره د همکارۍ او هغږۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ د نیالګیو کېنولو، ساتنې او پالنې په اړه هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي د ولایتي ادارو تر منځ د نیالګیو د کېنولو د همغږۍ او چمتووالي په غونډه کې ټینګار وکړ چې د ادارو مسؤلین باید د ډېرو نیالګیو د کېنولو پر ځای د هغوی پالنې، ساتنې او اوبو رسولو ته جدي پاملرنه وکړي.


ښاغلي معاذ د ارشاد، حج او اوقافو، علماؤ شورا، اطلاعاتو او فرهنګ او ملي راډیو تلویزیون له مسؤلینو وغوښتل چې د اسلام او ساینس له نظره د نیالګیو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی زیات کړي، ترڅو خلک د زرغون چاپېریال په ارزښت پوه شي.
د میدان وردګو والي د دولتي ادارو مسؤلینو، پانګوالو او مؤسساتو استازو ته سپارښتنه وکړه چې د نیالګیو د کېنولو په ملي کمپاین او د چاپېریال زرغونتیا کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي، څو راتلونکی نسل یو پاک او زرغون چاپېریال ولري.


همداراز د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي الله محمد ذاکر د نیالګیو دکینولو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او جوړ شوی عملیاتي پلان یې ورسره شریک کړ او هم یې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د نیالګیو کېنولو په کمپاین ک د چاپېریال ساتنې ریاست سره همکاري وکړي او خپل کارمندان وهڅوي ترڅو یو یو نیالګی د هیواد دښېرازۍ او زرغونتیا لپاره کېنوي، په ورته مهال کې د چاپېریال ساتنې ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي عمومي مدیر عزیزالله سعادت له لوري د اسلام او ساینس له نظره د نیالګیو د ارزښت، د ولایتي کمېټې د مسؤلیتونو، او د نیالګیو د پالنې او ساتنی په اړه هر اړخیز معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ.


دغه راز د ادارو مسؤلینو، پانګوالو او مؤسساتو استازو ژمنه وکړه چې د نیالګیو د کېنولو ملي کمپاین کې به په ټول ولایت کې شاوخوا ۳۰ زره میوه لرونکې او غیر میوه لرونکې نیالګي او بوټي کېنوي. همدارنګه، د غونډې ګډونوالو د غرنیو سیمو د ځنګلونو ساتنې، د نیالګیو د پالنې، او د هغوی د اوبو رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ، او اړوند ادارو ته یې د چمتووالي سپارښتنې وکړې.

Mar 10, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021