logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو دیني مسوولیت دی
د چاپېریالي چارو مفتشین مرکز او ولایتونو کې په دوامداره توګه له هر ډول فعالیتونو څارنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د جاپان له سفیر سره وکتل
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس COP-30 په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه
خوست او جوزجان کې زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ولایتونو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه څارنه کیږي
په خوست کې د قرطبه روضة القرآن لېسې زده‌کوونکو ته د چاپېريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌خوا ولایتونو کې مختلف فعالیتونه ترسره شوي دي
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

میدان وردګو کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د یوې لويې غونډې په ترڅ کې پيل شو

slider-image

۱۴۴۶کال د رمضان المبارک ۱۸مه/ میدان وردګ
د پسرلي په را رسېدو سره د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې، کرنې او ښاروالۍ ریاستونو لخوا د ولایت مقام په همغږۍ میدان ښار کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو.
په دې مراسمو کې د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ، مرستیال والي حافظ سیدالرحمن، د علماوو شورای استازو، د دولتي ادارومسولینو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.


غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ د ونو د اهمیت او ساتنې په اړه وینا وکړه او ویې ویل: د نیالګیو او بوټو کېنول صدقه جاریه ده او پر ټولو ولسونو او د ښوونځیو په زده کوونکو یې غږ وکړ چې د چاپېریال د زرغونتیا په موخه نیالګي کینوي او په اړونده ادارو یې ټینګار وکړ چې د نیالګیو کېنولو تر کمپاین وروسته په دوامداره توګه ترې څارنه وکړي، اوبه رسونه او پالنه یې وکړي، دغه راز یې د یادو ادارو له مسؤلینو سره د ولایت مقام لخوا د نیالګیو د ساتنې، پالنې او اوبو رسولو برخه کې د مالي ملاتړ ژمنه هم وکړه.


د اجنډا سره سم د میدان وردګو ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوی الله محمد ذاکر د نیالګیو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ونې او بوټي نه تنها د چاپیریال په ښکلا کې رول لري بلکې د اقلیمي بدلون په تعادل، چاپیریال په ښکلا او ساتنه او د اکسیجن په تولید کې مهم رول لري دغه راز د چاپیریال ساتنې رئیس د غونډې په ګډونوالو غږ وکړ چې د چاپیریال د ښکلا او ساتنې لپاره په خپلو ساحو کې نیالګي کېنوي او ساتنه او پالنه یې وکړي.


 
د کمپاین پر په لړ کې د اسلام له نظره د نیالګیو کېنولو په ارزښت د علماوو شورا استازي مولوي محمد الله احمدي، د کرنې او طبعیت له نظره د ونو او بوټو د کېنولو په اړتیا د کرنې رئیس مولوي نیاز محمد عابد او د ښار په زرغونتیا او ښکلا کې د نیالګیو کېنولو په رول باندې د ښاروالۍ رئیس راز محمد فاروقي هر اړخیزې خبرې وکړې او یاد کمپاین د ( نیالګي په کېنولو سره د چاپېریال ساتنه وکړئ) تر سرلیک لاندې د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو ، پاتې دې نه وي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به د اړونده ادارو له لوري د میدان وردګو ولایت په مختلفو ساحو کې (۳۰) دیرش زره نیالګي کېنول شي.


Mar 18, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021