• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

میدان وردګو کې د مرمر ډبرو د استخراج شرکت د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د آسمايي غره د زرغونتیا په تړاو د جوړې شوې کمېټې ترسره شوي اجرات و ارزول شول
د هېواد ١٠٠ تنه خبریالانو ته د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
د سمسورتیا د پراختیا په پار د میدان وردګو تنګي سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول
په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
خوست کې محصلین او زده‌کوونکي چاپېریال ساتنې ته وهڅول شول
خوست او فراه کې د مختلفو فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو په ګډون یو شمېر فعالیتونه ترسره شول
کندهار کې د غرنۍ وحشي بزې بچی د ښکاریانو له منګلولو وژغورل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ترکیې سفیر: هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې بشپړ ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی

slider-image

۱۴۴۶کال د ذوالقعدې ۲۱مه نېټه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن دوشنبه د ۱۴۰۴کال د ثور په ۲۹مه نېټه د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د لیدنې په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې سفیر هرکلی وکړ او پر مختلفو چاپېریالي مسایلو او د اقلیمي بدلون په تړاو یې ورسره هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.


عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وویل: موږ له ترکیې سره تاریخي او ښې اړیکې لرو او د اړیکې به نوري هم قوي کیږي او دوام به پیدا کوي.
ښاغلي خالص د (COP-29) نړۍوال کنفرانس د پایلو په هکله خبرې وکړې او د ترکيې له سفیر څخه یې غوښتنه وکړه په (COP-30) کنفرانس کې چې په برازیل هېواد کې جوړیږي، د افغان پلاوي د ګډون لپاره دې لابي او هڅې وکړي؛ ترڅو افغانستان ته پکې بلنه ورکړل شي.


نوموړي زیاته کړه د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان څه باندې د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت چاپېریالې پروژې وځنډول شوې چې د نړۍوالو چاپېریالي فنډونو لخوا تمویل کېدې، ښاغلي خالص غوښتنه وکړه چې د یادو پروژو د پیل لپاره دې همکاري وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل د افغانستان سره د چاپېریالي تجهیزاتو، د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د تجربو د شریکولو په برخه کې دي لازمه مرسته او همکاري وکړي.
د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه هر هغه څه چې زموږ په توان کې وي خپلو ګډو همکاریو ته به دوام ورکړو.
نوموړي زیاته کړه هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی او هڅه به یې داوي چې په چاپېریالي او نورو مسایلو کې د افغانستان له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.


جنک اونال وویل موږ به ستاسو غوښتنې له خپل هېواد سره شریکې کړو او هڅه به مو دا وي چې څنګه وکولی شو له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې خپلې تجربې، مشورې او مشترکې همکارۍ ته دوام ورکړو.
د لیدنې په پای کې هوکړه وشوه چې د دواړو خواوو ګډ تخنیکي ټیمونه به پخپلو کې کار کوي او مشترکو همکاریو ته به دوام ورکړي.

May 20, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021