logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د رها مؤسسې په همکارۍ د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړوي

slider-image

١٤٤٦کال د ذوالقعدې٢٢مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او رها موسسې مشر محمد یوسف حمیدیان له لوري د
۲۵۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړونې او یو شمېر چاپېریالي فعالیتونو د ترسره کولو  په تړاو د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو .
په دې راپور کې به د هېواد د چاپېریالي وضعیت د اوسني حالت ارزونه، ننګونې او وړاندیز شوې حل‌لارې په پام کې ونیول شي چې د یاد تفاهملیک پر بنسټ چمتو کیږي
.



د رها موسسې رئیس وویل دا راپور به د څېړنو، سروې ګانو او مسلکي ارزونو پر بنسټ جوړ شي، او له طبیعي منابعو، هوا، اوبو، ځنګلونو، خاورې، ښاري ککړتیا، او د اقلیم بدلون پورې اړوند وضعیت به پکې په تفصیل سره تحلیل شي
.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي خالص زیاته کړه "دا تفاهم لیک موږ ته دا زمینه برابروي چې د یو خپلواک، علمي او مستند راپور له لارې د افغانستان چاپېریالي ستونزې په ګوته او وڅېړو
"
نوموړي وویل دا راپور به نه یوازې د امارتي ادارو لپاره یو مهم سند وي، بلکې نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته به هم د همکاریو لاره هواره کړي
.
په راپور کې به د چاپېریالي ستونزو تر څنګ، د خلکو پر ژوند، کرنه، مالدارۍ، او اقتصاد باندې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو اغېزې هم شاملې وي. دغه راز به وړاندیزونه هم وشي چې څنګه په دوامداره د چاپېریال ساتنې لپاره ملي او سیمه‌ییزې ستراتیژۍ رامنځته شي
.



عمومي رئیس څرګنده کړه تمه ده چې د راپور لومړنۍ مسوده تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړه شي او د اړوندو ادارو او کارپوهانو سره تر شریکېدو وروسته خپره شي
.
د یادونې وړ ده چې د یاد تفاهیم لیک له مخې به چاپېریالي پالیسۍ جوړولو لپاره لاره هواره شي او راتلونکي کې به د یادو راپورونو د شننو او څېړنو پر بنسټ د چاپېریال ساتنې په تړاو معیاري پالیسي جوړه شي
.

May 20, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021