logo
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام ۳ولایتونو کې یو شمېر الوتونکي ازاد شول
خوست او ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې ۱۵۰وزره مختلف او کمیابه مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
خوست او غزني کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
په پروان او لغمان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
په خوست، زابل او پکتیکا کې د یو شمېر فعالیتونو چاپیریالي ارزونه ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د اوبو د ارزښت او مدیریت په هکله یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
هلمند او خوست کې د یو شمېر خصوصي کلینیکونو او درملتونونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
راځئ چې خپل ماشومان په کوچنیوالي کې چاپېریال ساتنې ته وهڅوو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ په "نوسکي نړیوال کانګرس" کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته په سفر لاړ

slider-image

١٤٤٦کال د ذوالقعدې٢٢مه/ کابل
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د ذوالقعدې٢٢مه نېټه د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د "نوسکي یوولسم نړیوال چاپېریالي کانګرس" کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
ښاغلي خالص وویل له ياد شوي سفر څخه یې موخه په دغه کانګرس کې چې د ۲۰۲۵ کال د مې له ٢٢مې تر ٢٣مې پورې د روسیې په ستر صنعتي او تاریخي ښار، سن‌پترزبورګ کې ترسره کیږي ګډون او هلته د افغانستان استازیتوب کول دي.
نوموړي زياته کړه دا کانګرس یو له مهمو نړیوالو چاپېریالي غونډو څخه شمېرل کېږي، چې د نړۍ له شاوخوا ۴۰ هېوادونو څخه لوړپوړي دولتي او حکومتي استازي، نړیوال سازمانونه، څېړنیزې او علمي موسسې، د اقلیم، چاپېریال او پایدار پرمختګ متخصصین، غیر دولتي بنسټونه، ځوانان، رسنۍ او د خصوصي سکتور غړي پکې ګډون کوي.
ښاغلي خالص څرګنده کړه د کانګرس موخه دا ده چې د چاپېریال او اقلیم بدلون په برخو کې نړیوال بحثونه وده ومومي او ګډې حللارې، همکاریزې ستراتیژۍ او مسؤولانه اقدامات ترسره شي، څو د انساني ټولنې، طبیعي منابعو او اقتصادي پراختیا ترمنځ توازن رامنځته شي.
ده وویل موږ به په دې کانګرس کې د هېواد د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي ننګونو او شته ستونزو په اړه نړیوال ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړو او د دوامدارې وچکالۍ، د اوبو د منابعو کمښت، د ځنګلونو له منځه تلو، د طبیعي سرچینو تخریب، د خاورو او هوا ککړتیا، او د اقلیم بدلون له امله د راټوکېدلو تهدیدونو په تړاو به د افغانستان غوښتنې او ننګونې تر نړیوالو ورسوو.
عمومي رئیس زیاته کړه تمه لري چې له نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ، تجربې شریکولو او تخنیکي مرستو زمینه برابره شي او همدارنګه دا کانګرس یوه تاریخي موقع ده چې موږ و کولای شو د افغانستان چاپېریالي وضعیت له نړیوالو سره شریک کړو او د ګډو همکاریو له لارې د حل لارې او فرصتونه ولټوو."
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی د افغانستان حکومت پلاوی په دې کانګرس کې ګډون کوي او ورته بلل کیږي.

May 20, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021