logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې راپور جوړولو په تړاو افتتاحیه غونډه ترسره شوه

slider-image

۱۴۴۶ کال د ذوالحجې ۵مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري  درها مؤسسې په همکارۍ نن دوشنبه د ۱۴۰۴کال د جوزا په ۱۲مه نېټه کابل سټار هوټل کې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې دوه ورځنۍ افتتاحیه غونډه ترسره شوه چې پکې د دې ادارې عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص، د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو او استازو، ملي او نړۍوالو مؤسسو استازو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصينو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.


غونډه د قرانکريم مبارکو اياتونو په تلاوت پيل شوه ورپسې د پياوړتيا لوړولو، چاپېريال او بشري مرستو(رها) مؤسسې رئیس محمد يوسف حميديان ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د رها مؤسسې د فعاليتونو په هکله يې وينا وکړه.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص د افغانستان د چاپېريالي وضعيت په تړاو هر اړخيزه وينا وکړه او زياته يي کړه: چاپېريال د طبیعت، شريعت او صحت له اړخه ډير ارزښت لري؛ ځکه د يوه سالم ژوندانه لپاره چاپېريال اساس دی.
ده وويل: افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او ناامنیو له امله ډير ځنګلونه له منځه تللي، وحشي ژوي په ډيرې بې رحمۍ سره ښکار شوي دي، د ښکيلاک ګرو لخوا ډول ډول خطرناکې وسلې کارول شوې دي، حتی د بمونو مور هم وکارول شوه چې ناوړه اغېزو سره يې زموږ ملت اوس لاس او ګریوان دی او د افغانستان چاپېريالي وضعيت خورا له بد حالت سره مخ دی.


د هوا او اوبو ککړتيا هم هغه جدي ستونزې دي چې زمونږ هېوادوال یې ګالي.
ښاغلي خالص وويل: د ژمي په موسم کې د لويو ښارونو د هوا ککړتيا کچه لوړيږي چې زموږ هېوادوال يې له ډيرو چاپېريالي ستونزو او ډول ډول ناروغيو سره مخ کړي دي او دا زموږ ټولو مسؤليت دی چې د دې ستونزو د حل لپاره هلې ځلې وکړو.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: نړۍوال بايد خپل سياستونه په دولتونو پورې و نه تړي، بلکې افغانستان دې د نړۍ برخه وګڼي او له افغانستان سره دې امتيازي سلوک نه کوي.


ښاغلي خالص ټينګار وکړ چې نړۍوال دې چاپېريالي او د اقلیمي بدلون موضوعات نه سیاسي کوي، له ملتونو سره دې ظلم نه کوي او د افغانانو حقوق دې ورکړي.
ده همدا راز د رها مؤسسې له مسوولینو وغوښتل چې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت ارزونه دې نه محدوده وي، ټول قشرونه او ټولې خواوې دې پکې راونغاړي او د عصري ميتودونو په پام کې نيولو سره دې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې په تړاو يو ټول‌منلی او جامع راپور چمتو کړي.


نوموړي له ملي او نړيوالو مؤسسو څخه وغوښتل چې نمايشي کارونه دې پرېږدي، خپلې پروژې دې لومړيتوبونو ته په کتو سره تطبیق کړي.
د غونډې په لړ کې د رها مؤسسې مرستيال انجنير عزت الله صديقي له‌لوري د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د راپور جوړونې د څرنګوالي، اهميت او ضرورت په تړاو هر اړخيز معلوماتي پرزنټيشن وړاندې کړ او ژمنه يې وکړه چې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت په تړاو به د اړوندو ادارو او ښکېلو خواوو په همکارۍ يو معياري او منل شوی راپور جوړ کړي.
د غونډې په لړ کې د متخصصینو لخوا ګډونوالو ته هر اړخيز معلوماتي پرزنټيشنونه وړاندې شول، ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه واورول او د اړوندې موضوع په هکله ګروپي کارونه وشول.


د يادونې وړ ده چې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې په تړاو به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او رها مؤسسې له‌لوري د ښکېلو خواو په همکارۍ د شپږو مياشتو په ترڅ کې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې راپور چمتو او عملي کیدو ته وړاندې شي.

Jun 2, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021