logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس: ملي او نړیوال موسسات دې د پروژو په تطبیق کې د هېواد لومړیتوبونه په پام کې ونیسي

slider-image

١٤٤٦کال د ذوالحجې ٢٥مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د نادولتي مؤسسو له استازو سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د اکبر مؤسسې په کوربتوب مشورتي غونډه ترسره کړه. په دې ناسته کې د یادې ادارې تخنیکي ټیم هم حضور درلود.


د غونډې هدف د چاپېریالي همکاریو پراخول، له مؤسسو سره د اړوندو اسنادو شریکول او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازګارې مبارزې لپاره د ملي لومړیتوبونو په چوکاټ کې د نړیوالو مالي میکانیزمونو له لارې د اغېزمنو پروژو وړاندې کول وو.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس مولوي مطیع‌الحق خالص د چاپېریال ساتنې، د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب او د ګډ مسؤلیت په اړه خبرې وکړې.


نوموړي وویل:"چاپېریال د انسان پر ژوند ژور اغېز لري او افغانستان ته الله تعالی داسې طبیعي جوړښت ورکړی چې په نړۍ کې کم‌ساری دی. زموږ دیني او ملي مسؤلیت دی چې د چاپېریال په بیارغونه کې ګډ اقدام وکړو."


ښاغلي خالص ټینګار وکړ موسسې باید له ډونرانو سره د هر ډول پروژې وړاندې کولو څخه مخکې د اړونده دولتي ادارو نظریات او غوښتنې ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه "پروژې باید د ملي ګټو پر بنسټ، بنسټیزې او د هېواد د چاپېریالي اړتیاوو سره سمې وي، نه دا چې یوازې سطحي او لنډمهاله اقدامات وشي."


په غونډه کې د اقلیمي بدلون او طبیعي میراثونو د ساتنې رئیسانو له لوري د ملي مشارکت سند (NDC) او نورو چاپېریالي اسندونو په اړه هر اړخیز معلوماتي پرزنتیشن وړاندې شو او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.


د یادونې وړده  چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره به د اکبر مؤسسې په همکارۍ دا ډول مشورتي ناستې دوامداره وساتي، څو د چاپېریالي همکاریو بهیر نور هم پیاوړی شي.

Jun 23, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021