logo د افغانستان اسلامي امارت
د چاپیریال ساتنې ملي اداره
  • د عکسونو نندارتون
  • قوانین
    • قوانین او مقررات
    • تګلارې او ستراتیژۍ
    • لارښوونې
  • د ادارې په اړه
    • نړیوالې اړیکې
      • MEAS
      • شریکانو
    • رسنۍ
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • اداره
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • نندارتون
    • زمونږ سره اړیکه
  • چاپيریال
    • د اقلیم بدلون
      • د پروژې څارنه
      • راپورونه
    • نظارت او تفتیش
      • د اوبو کیفیت
      • د هوا ککړتیا
      • د زبالو مدیریت
    • تلپاتې پراختیا
      • د جواز ورکول
        • لارښونی
    • طبیعي میراثونه
  • کورپاڼه
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه وشوه
د انساني روغتیا ساتنې په موخه لغمان کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو څارنه وشوه
په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په تړاو ناستې ترسره شوې
په لوګر کې د اقلیم بدلون او د اوبو مدیریت په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
خوست اوکونړ کې سلګونو تنو طالب العلمانو او ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شو!
د چاپېريالي موضوعاتو په هکله سلګونو زده کوونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شو
کابل، ننګرهار او فاریاب کې د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د چاپېریالي چارو مفتیشن د فعالیتونو له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
کابل او خوست کې د یو شمېر فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
ولایتونو کې د هر ډول فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنه کیږي

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیمي بدلون (COP-30) کنفرانس لپاره د افغانستان د چمتووالي په موخه لومړنۍ مشورتي غونډه ترسره شوه

slider-image

١٤٤٦کال د ذی الحجې ٢٩مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري او د (ORD) مؤسسې په همکارۍ، د اقلیمي بدلون (COP-30) نړیوال کنفرانس لپاره د افغانستان د چمتووالي په موخه لومړنۍ مشورتي غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص په مشرۍ جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د اړوندو امارتي وزارتونو، ادارو، ملي او نړیوالو مؤسسو، یوناما، UNDP, FAO، WFP,نړیوال بانک استازو، پوهنتونونو استادانو او متخصصینو ګډون کړی و.


غونډه د قرآن کریم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اقلیمي بدلون له امله یې د افغانستان د زیانمنتیا په تړاو هر اړخیزي خبري وکړې.


ښاغلي خالص وویل: "افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو څخه زیات زیانمن شوی. د وچکالۍ دوام، د ورښتونو کموالی، بې وخته سیلابونه، د ځمکې لاندې اوبو کمېدل، د ځنګلونو له منځه تلل او د کډوالۍ زیاتوالی یې له مهمو ننګونو څخه دي."


نوموړي زیاته کړه دا ستونزې د نړیوال اقلیم له بدلون سره تړاو لري او افغانستان باید د نړیوالو کنفرانسونو له لارې خپل غږ پورته کړي او د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.
ښاغلي خالص زیاته کړه د (COP-30) کنفرانس لپاره یوه ګډه ملي کاري کمېټه جوړه شوې چې په کې د اړوندو ادارو، نړیوالو او ملي مؤسسو، پوهنتونونو او متخصصینو استازي شامل دي. موخه یې دا ده چې د ګډون لپاره یوه ملي او غني کړنلاره جوړه شي.


د غونډې په لړ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رئیس روح‌الله امین د (COP) کنفرانسونو د تاریخ، موخو، جوړښت، غړو هېوادونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصیلي پرزنټېشن وړاندې کړ.
همداراز د (ORD) مؤسسې سلاکار ښاغلي وحدت لخوا د افغان پلاوي لپاره د تیار شوي کړنلارې پر بنسټ معلومات وړاندې شول. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان د اقلیمي لومړیتوبونو د روښانه کولو لپاره خپل وړاندیزونه شریک کړي.
 
په وروستیو کې ګډونوالو خپلې نظریې او وړاندیزونه وړاندې کړل.


د غونډې جمع بندې د ادارې عمومي رئیس وکړه؛ ښاغلي خالص یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دا یوه ملي موضوع ده او هر افغان باید په دې برخه کې خپل مسؤولیت ادا کړي.

Jun 26, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021